د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د برښنایي اداینو د پراختیا عمومي ستراتیژي منظوره شوې او دا ګام به د مالي نظام عصري کول، شفافیت او حساب ورکولو ته لاره هواره کړي.

د یاد بانک د مسوولانو په وینا، د یاد پلان په پلي‌کېدو سره به په لروپرتو سیمو کې خلکو ته د چټکو او عصري مالي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.

په دې تړاو د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد په مشرۍ د برښنایي پیسو او اداینو د موسسو د استازو غونډه هم جوړه شوې ده. په دې غونډه کې د برښنایي اداینو د پراختیا د عمومي ستراتیژۍ د عملي کولو په اړه د ادارو د مسئولیتونو، او د برښنایي موسسو د رول په اړه خبرې شوې دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وویل: «ښاغلي خالد په غونډه کې وویل چې د برېښنایي اداینو ستراتیژي د مالي نظام عصري کولو، شفافیت او حساب ورکولو لپاره مهم ګام دی او د هېواد په لرو پرتو سیمو کې به خلکو ته عصري مالي خدمتونه برابر کړي. دغه ستراتیژي یو ملي مسوولیت دی او ټولې اړوندې ادارې او برېښنایي موسسې باید په دې برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي.»

په غونډه کې د برښنایي پیسو او اداینو د موسسو استازو ستراتیژي یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او د بانک هڅې یې وستایلې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوري زیاته کړه چې د ستراتیژۍ د عملي‌کېدو لپاره به ژر اغېزناک ګامونه پورته شي، څو هېوادوال اسانه او خوندي مالي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

بل‌خوا اقتصادي کارپوهان د برښنایي معاملو عصري کول د ټولنې لپاره حیاتي اړتیا بولي. د اقتصادي چارو کارپوه امېدالله قاسمزي وویل: «که معاملې په برېښنایي ډول ترسره شي، دا به د نغدو پیسو د زړښت مخنیوی وکړي، راکړه ورکړه ګړندۍ او اسانه کړي، او په هېواد کې پانګونه او اقتصادي وده زیاته کړي.»

د اقتصادي چارو بل کارپوه عبدالنصیر ریشتیا وویل: «برښنایي پیسې لومړی د معاملو سرعت زیاتوي، دوهم شفافیت راوړي، دریم د نغدو پیسو د چاپ او د بیا استعمال اړتیا کموي. همداراز له صحي او امنیتي اړخه ګټور دي. هر څومره چې موږ د عصري مالي سیستم او برېښنایي پیسو سره اشنا شو او یې وکاروو، د هېواد اقتصاد ته به ګټه ورسوي.»

افغانستان بانک مسوولان وايي چې د ستراتیژۍ د عملي کېدو لپاره پلان جوړ شوی او ډېر ژر به د اړوندو ادارو او برښنایي موسسو په همغږۍ پلی شي، څو هېوادوال اسانه، خوندي او ګړندي مالي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام