Asset 1SWN

سلام وطندار

کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې ۳ کسان مړه کړي او ۴۶ پرې اخته شوي

2020-08-25t000000z_502161141_mt1ltana000ewnigy_rtrmadp_3_afghanistan-asia-coronavirus-covid-19-isolation-mask-middle-east-pandemic-quarantine-p18uw7j6pb6h1wc1e0u4qufgqo7mgr72iq52yxxl04

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۳ کسان مړه کړي او ۴۶ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۳۴۱ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۳۱ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۹ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت د راپور له مخې، تراوسه په هېواد کې ۲۲۴ زره او ۶۷۲ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

له دې ډلې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۳ زره او ۹۸۱ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۳۳۹ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

همداراز له پيله تراوسه ۴۵ زره ۴۶۵ کسان بېرته روغ شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۹۴ میلیونه او ۳۷۶ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له دوه میلیونه او ۱۹ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۶۷ ميليونه او ۴۰۳ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام