په تېرو څو کلونو کې، هرات کې د اوسېدو په کورونو د کرنیزو ځمکو بدلېدو اندېښنې ډېرې کړي.
د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي په دې باور دي چې دغه بدلون نهیوازې د کلیو بڼه بدله کړې، بلکې د راتلونکې لپاره د خوړو خوندیتوب ته هم جدي ستونزې رامنځته کوي.
د هرات د رباط سنګي ولسوالي اوسېدونکی عبدالله قادري د دې وضعیت په اړه وايي:
«وچکالۍ او د اوبو سرچینو کمښت لامل شوی چې نور خلک کرنیزې ځمکې د کښت لپاره نهبلکې د کورونو لپاره ترې ګټه واخلي. په دې سره کرنه له منځه ځي او خلک ترجیح ورکوي چې خپلې ځمکې وپلوري. دغه بهیر به راتلونکې کې یوازې کروندګر نهبلکې، ټول د خوړو له کمښت سره مخ کړي.»
د دولتي ادارو له لوري د نظارت نهشتون، د نفوس زیاتوالی، د کډوالو بیرته راستنېدل او اقتصادي بحران هغه مهم لاملونه دي چې کرنیزې ځمکې یې د استوګنې په کورونو بدلې کړې دي.
د چشتشریف ولسوالي اوسېدونکی عبدالرحمن محمدي له سلاموطندار سره خبرو که وویل: «د کرنیزو امکاناتو نهشتون، د اوبو کمښت او اقلیمي بدلونونه لامل شوي چې کروندګر خپلې ځمکې په کورونو بدلې کړي، زمونږ د کورنۍ ډېری غړو هم دغه پرېکړه نیولې ده.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اخوا، د هرات بل اوسېدونکی محمد یونس هم وايي: «ښارونو کې د نفوس زیاتوالي او له پاکستان او ایران څخه د افغانانو بیرته راګرځېدو د کورونو لپاره تقاضا ډېره کړې او لامل شوی چې کرنیزې ځمکې د کورونو جوړولو لپاره وپلورل شي.»
په ورته وخت کې، د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان هم خبرداری ورکوي که چيرې په دې برخه کې منظم پلان جوړ نهشي، طبیعي سرچینو او د خوړو خوندیتوب ته نهجبرانېدونکی زیان رسوي.
د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه الهام قاضيزاده پهدې تړاو وایي: «ښاري پرمختیا باید له افقي حالت څخه عمومي حالت ته بدلون وکړي. باید د فرهنګ جوړولو برخې ته کار وشي، ترڅو خلک د کرنیزو ځمکو اهمیت درک کړي. غیر کرنیزو ځمکو او له ښار څخه له شلو تر ۲۵ کیلومتره واټ کې د ښارګوټو جوړول کولی شي، مناسبه حللاره ووسي.»
ورته مهال، د هرات ځایي چارواکي هم د کرنیزو ځمکو د پلور زیاتوالي تائیدوي او د دغې پروسې په کنټرول ټینګار کوي.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالحی منیر وویل: «تېرو پنځو کلونو کې هرات کې له ۵ تر لس سلنې پورې کرنیزې ځمکې د اوسېدو په کورونو بدلې شوي. تر ټولو ډېر د هرات ښار ناحیو او انجیل او ګذرې ولسوالیو کې د رغونې چارې ترسره شوي.»
د هرات اوسېدونکي ټینګار کوي چې په ټاکلي وخت دې په کورونو د کرنیزو ځمکو د بدلېدو مخه ونیول شي، ځکه چې افغانستان اوس له اقلیمي بحران او د اوبو د سرچینو له کمښت سره مخ دی؛ نو د کرنیزو ځمکو له منځه تلل او د استوګنې پر سیمو بدلیدل، د راتلونکو نسلونو لپاره جدي زیانونه رامنځته کولی شي.


