له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو په لړ کې نن سهشنبه د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله کڅوره کابل ته راورسېده.
د افغانستان بانک نن سهشنبه د کب دویمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه نغدي مرسته یې یوه خصوصي بانک ته سپارلې ده.
د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو د ستاینې ترڅنګ، هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو را لېږدولو هرکلی هم کړی دی. دغه بانک له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې وکړي.
د راپورونو له مخې، تراوسه د ۴۰ میلیونه ډالرو ۲۶ کڅوړې او د ۳۲ میلیونه ډالرو ۳۰ کڅوړې افغانستان ته رسېدلې دي.
د افغانستان بانک د معلوماتو پر بنسټ، د اسلامي امارت له راتګ وروسته افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو ټولیزه کچه څه باندې یو میلیارډ او ۹۹۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
دغه بانک همداراز ویلي: «د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټنګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.»
په ورته مهال د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې افغانستان سره د بانکي راکړې ورکړې برخه کې د اسانتیاوو رامنځتهکېدو غوښتنه هم کړې ده.
د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې د مرستو د مننې ترڅنګ هیلهمندي ښودلې چې دغه مرستې دې د بانکي سکټور له لارې وشي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي یا یوناما له دې وړاندې ویلي و چې دغه پیسې په خصوصي بانک کې د یاد سازمان اړوند حسابونو کې د ملګروملتونو د بنسټونو له لوري د استفادې لپاره ساتل کېږي او اسلامي امارت ورته لاسرسی نهلري.