د هلمند محلي چارواکي وايي چې د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار د «ښاري دروازې» د جوړېدو چارې د یو میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د دغه دروازې د جوړېدو لګښت د دوو خصوصي شرکتونو له ورکول کېږي.
د لښکرګاه ښاروالي د عامه اړیکو مسوول محمدطاهر ابشار وايي: «له دولت سره په رغنیزو چارو کې د خصوصي سکتور او خلکو ملاتړ، د دولت او ولس ترمنځ د پایدارو اړیکو نښه او د ګډې وطنپالنې روښانه ثبوت ګڼل کېږي.»
د هلمند بارک او فولاد صنعتي شرکتونو ولایتي استازي عبدالودود بارک وايي، د دروازې ټول مالي لګښت چې څه باندې یو میلیون افغانۍ کېږي، دوی ورکوي.
نوموړي وویل: «د دغې دروازې جوړول زموږ د مسوولیت او احساس ښکارندویي کوي. دا کار یوازې د تجارت لپاره نه، بلکې د ټولنیز مسوولیت د ادا کولو لپاره کوو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغو شرکتونو بنسټګر نقیبالله حقمل وایي: «موږ غواړو له دولت سره اوږه په اوږه د ښاري ښکلا، پرمختګ او همکارۍ لپاره کار وکړو. دا دروازه به یوازې یو فزیکي جوړښت نه وي، بلکې د ګډې هیلې، همکارۍ او ښاري نظم نښه به وي.»
ټولنیز فعال عبدالمنان دانش هم د ولس، خصوصي سکتور او دولت ترمنځ د همغږۍ له امله خوښي څرګنده کړه. هغه وویل: «دغه راز اقدامات ښيي چې که ټول لوري سره همکاره شي، نو پرمختګ شونی دی.»
د لښکرګاه اوسېدونکي دغه پروژه یو مثبت ګام بولي او ټينګار کوي چې د یادې دروازې جوړېدل به نه یوازې ښار ته ښکلا وروبښي، بلکې د خصوصي سکټور او حکومت ترمنځ به د یووالي نښه هم شي.


