د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالداری رياست مسوولان وايي چې د زرمت ولسوالي اړوند د کلالګو په سیمه کې يې د يوه کارېز او کانال د جوړولو چارې پيل کړي دي.

د يادې پروژې پيل مراسمو کې پکتيا کرنې ريس مولوي سيدامين هاشمي وویل چې د کلالګو لوی کارېز او د ۵۷۰ مترو په اوږوالي کانال د کرنې ریاست اړوند د اړیکو دفتر له لوري د (۹۷۳۸۱۲۰) افغانیو په ارزښت د شپږ میاشتو په موده کې جوړېږي.

هغه وويل چې د ياد کاريز او کانال په جوړيدو سره به (۶۰۰) هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي. د نوموړي په وینا، د کانال جوړېدو په چارو کې به د سیمې ۳۹۰۰ کسانو ته کاري زمينه هم برابره شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د زرمت ولسوالي اړوند د کلالګو سيمې اوسېدونکي هم د يادې پروژې په پيل خوښي څرګندوي او په خپله سيمه کې د لازياتو پروژو پلي‌کېدوغوښتنه کوي.

د يادونې وړ ده چې د ياد کارېز او کانال په جوړيدو سره به تر ډیره د اوبو ضایعاتو مخه ونیول شي او بزګران به د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو په برخه کې هوسا شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام