د پکتيکا د کليوبيارغونې او پراختيا رياست څخه نن چهارشنبه، لیندۍ پنځمه، په استول شوې خبرپانه کې راغلي چې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د نړيوال بانک په شاوخوا (۲۰۱) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبورسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پيل شوې.

خبرپانه کې راغلي چې د يادو شبکو جوړولو چارې د کليوبيارغونې او پراختيا وزير ملا محمدیونس اخندزاده او ولايتي چارواکو له‌خوا د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې د يادو شبکو په بشپړېدو سره به ۵۶زره کسانو ته د څښاک پاکو اوبو زمينه برابره شي. د يادو شبکو چارو پيل باندې د پکتيکا اوسېدونکي هم خوښي څرګندوي.

د پکتيکا یوه اوسېدونکي شاه محمد وويل چې په ډېری لروپرتو سيمو کې خلک په بشپړ ډول پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وويل، په وروستيو کلونو کې د سېلابونو له امله د زياترو کاريزونو او چينو اوبه هم چټلې شوې وې چې خلکو ته يې ګڼې ناروغي پيدا کولې.

هغه وويل دې شبکو په جوړيدو سره به خلکو ته پاکو اوبو زمينه برابره شي او د خلکو روغتيا به تضمين شي.

د يادونې وړ ده چې د دې شبکو د کار په بهير کې به سلګونه تنه کاريګرو ته د کار زمينه هم برابره شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام