په داسې ټولنه کې چې د ښځو ونډه تر ډېره لاسي صنایعو او خیاطي پورې محدود ده، د کلي یوه ځوانه نجلۍ د ټکنالوژۍ برخه کې د ښځو وړتیا ښودلو لپاره لستوڼي بډوهلي دي.
۲۵ کلنه امنه امیري چې د بلخ اوسېدونکې ده او د کمپیوټر ساینس له پوهنځي فارغه ده؛ د نورو نجونو په پرتله یوه بله لاره غوره کړې او د کارموندلو پر ځای نورو ته د کار برابرولو په لټه کې ده. امینه وايي چې د ښوونځي او پوهنتون له لومړیو ورځو راهیسې یې، دولتي دندې یا د میز تر شا کېښناستلو ته لېوالتیا نهدرلوده.
د نوموړې لپاره زدهکړې له فرصتونو یو، یو فرصت و، خو د نوموړې فکر هلته بدل شو چې د څو هراتي مېرمنو د ټکنالوژۍ برخې فعالیتونو ویډیويي ولیده. «دوی مې ولیدې چې د موبایل او کمپیوټر برخو کې یې، کار کاوه، هماغه وخت راته دا انګېزه پیدا شوه چې زه یې هم کولای شم. ما تل غوښتل د نجونو ترمنځ بېل کار وکړم.»
خو نوموړې ته دا لاره اسانه نهوه، هغه د یوې نجلۍ په توګه له ډېرو ټولنیزو، فرهنګي او مسلکي ستونزو سره مخ شوې ده. تر ټولو لویه ستونزه یې، د ښځو بازار ته د لاسرسي محدودیت دی. «که دا بازار وتړل شي، زه نشم کولای چې کار وکړم. یوازینی امید مې همدا کوچنی ځای دی.»
دې مېرمنې خپل کاروبار له یوې کوچنۍ هټۍ څخه د ډېرو لږو سرچینو سره پیل کړ – یوازې پنځه سلنه هغه څه چې هغې ته اړتیا وه. نن ورځ، د هغې امکانات ۲۰ سلنې ته رسېدلي، هغه د یوه نسبتآ ښې هټۍ څښتنه ده، چیرې چې د څو نورو نجونو په مرسته، نوموړې ګرځنده ټیلیفونونه او کمپیوټرونه ترمیموي.
امنه لاهم د تجهیزاتو له کمښت سره مخ ده. د موبایل لپاره د بېلابېلو تخصصي وسایلو نشتوالی، د نوموړې د عاید او د کار د کیفیت مخه نیولې ده. «که معیاري تجهیزات راته برابر شي، کولای شم د میاشتې تر ۵۰زره افغانۍ عاید ولرم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
امنې نهیوازې د ځان، بلکې د نورو نجونو لپاره هم هیله لري. «زه غواړم د ځان او نورو نجونو لپاره هم ظرفیت لوړونه وکړم. که موږ روزنه ترلاسه کړو، نو زموږ کار به ښه شي؛ خو له بدهمرغه، ادارې زموږ سکتور ته ډېره پاملرنه نهکوي او په خیاطۍ باندې ډېر تمرکز کوي.»
امنه اوس د نورو نجونو لپاره یوه الګو ده چې باور لري، مېرمنې هم کولای شي د ټکنالوژۍ برخه کې ګام کېږدي. امنه خپله راتلونکې روښانه وي. «په راتلونکو لسو کلونو کې، زه غواړم خپل برانډ ولرم؛ یو لوی مرکز چې په ټول افغانستان کې فعالیت وکړي؛ چیرې چې نجونې وکولای شي، د ټکنالوژۍ په مختلفو سکتورونو کې کار وکړي او خپلواکه وي.»
امنه امیري د افغان نجونو د نوي نسل یو سمبول دی چې نه غواړي یوازې د دودیز جوړښت برخه وي، بلکې غواړي چې بدلون راولي.
د هغې هڅې ملاتړ، تجهیزاتو او باور ته اړتیا لري. نوموړې دا سفر په امید سره پیل کړی، په دې باور چې راتلونکی هغه ځای دی چې دا به یې، جوړوي، نه هغه څه چې ورته ټاکل کېږي.


