Asset 1SWN

د ښارونو په پرتله د افغانستان په کلیو کې د کارګرو ماشومانو شمېر دوه برابره شوی

کودک-کار-qbdtnfd3mhnwfv3wy3odkgepryqn4ai71ryznd34p4

په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان نن په کابل کې د ماشومانو له کار سره د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځله. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان یا یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب برخې متخصص عبدالسمېع هاشمي په دې غونډه کې ویلي چې د ښارونو په پرتله د افغانستان په کلیو کې د کارګرو ماشومانو شمېر دوه برابره لوړ شوی او ډېری دغه ماشومان هم د کرنې په برخه کې کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

هغه زیاته کړه: «افغانستان د کارګرو ماشومانو له اړخه ستونزې تجربه کوي. په ۲۰۲۳ کې زموږ شمېرې ښيي چې ګڼ‌شمېر افغان ماشومان درانه کارونه کوي او دا شمېر په کلیو کې لوړ دی. ۲۲،۳ سلنه د کلیو او ۱۰ سلنه د ښارونو په کچه دي.»

د هاشمي په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې د یونیسف له لوري د شویو سروې‌ګانو له مخې، خوست د ۴۴،۸ سلنې په لرلو سره د کار تر ټولو ډېر ماشومان او کابل او بدخشان بیا د کار تر ټولو کم شمېر ماشومان لري.

بله‌خوا په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان مسوولانو دغې غونډې ته ویلي، د دې امکان شته چې افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د کارګرو ماشومانو شمېر لوړ شوی وي.

په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان د پروګرامونو مسوول احمدسینا سباوون وویل، په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته بې‌وزلۍ او وزګارتیا ګڼ‌شمېر کورنۍ اړ کړي چې یوازې د خپلو ماشومانو په ګټې وټې تکیه وکړي.

په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان رییس رامین بهزاد وايي، په وروستیو دوو کلونو کې افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د شمېر په اړه د مشخصو سروې‌ګانو نه موجودیت د دغه سازمان د همکاریو وړاندې کولو په برخه کې ځینې تشې رامنځته کړې دي.

 په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان رییس زیاتوي چې د ا.ا په همکارۍ د ټولو ادارو رغنده او مشخصې کړنې په افغانستان کې د ماشومانو د کار مخنیوي یوازینۍ لاره ده.

خو د ا.ا د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي وايي، دغه وزارت هڅه کوي چې د یتیمانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوو په برابرولو سره د کارګرو ماشومانو شمېر راکم کړي او د هغوی له کورنیو سره مالي مرسته هم وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه زیاتوي: «په ټول افغانستان کې لس زره ماشومان زموږ په مرکزونو کې مسلکي زده‌کړې کوي. اوس د دغو ماشومانو له ۳۰۰ تر ۴۰۰ کورنیو میاشتنی ملاتړ هم کېږي.»

د کار نړیوال سازمان چارواکي وايي، اوس په ټوله نړۍ کې ۱۶۰ میلیونه کارګر ماشومان شته او دغه شمېر مخ په زیاتېدو دی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام