د بلخ یوشمېر کورنۍ چې د روان کال د لړم میاشتې د دولسمې نېټې زلزلې له کبله یې، کورونه ویجاړ شوي، وايي، تر خېمو لاندې ژوند لامل شوی چې ماشومان او مېرمنې ناروغان شي.

دغه کورنۍ وايي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د کلیو روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو لپاره د بسترونو کمښت، د روغتیايي تجهیزاتو کمښت او د متخصصو ډاکټرانو نشتون له کبله شکایت کوي.

د بلخ د شولګرې او کشندې زلزله‌ځپلي وايي، سره له دې چې د خپلو ناروغانو د درملنې توان نه‌لري، خو اړ دي چې ناروغان د درملنې لپاره مزارشریف ښار ته یوسي. رمضان او نذیر چې د زلزله‌ځپلو له ډلې دي، له حکومته غواړي چې په دغو ولسوالیو کې د روغتیایي خدمتونو کچه لوړه کړي او د خلکو اساسي اړتیاوې پوره کړي.

رمضان وايي: «زموږ دوه ماشومان ناروغ شوي وو. د درملنې لپاره مزارشریف ته لاړو، درې ـ څلور زره افغانۍ مو ولګولې، خو لاهم ښه شوي نه‌دي. نور توان نه‌لرو چې شخصي کلینیکونو ته لاړ شو. غواړو چې دلته زموږ په سیمه کې ښه ډاکتر او ښه روغتون وي.»

نذیر هم ورته شکایت لري او زیاتوي: «دلته کلینیک شته، خو زموږ ستونزې نه شي حل کولای. د سهار له اتو راځي او د مازیګر تر څلورو پورې وي، وروسته بیا هېڅوک نه وي. موږ پیسې نه لرو چې شخصي ډاکتر ته ولاړ شو. کله چې زموږ ماشومان یا ښځې ناروغ شي، مجبور یو همداسې په کور کې پرېنږدو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې حال کې، رسول چې د زلزلې له امله یې کور نړېدلی او دامهال د سړې هوا په موسم کې شپې او ورخې تر خیمې لاندې تېروي، وايي چې د دوی په سیمو کې روغتیایي اسانتیاوې د خلکو اړتیاوو ته بسنه نه‌کوي.\

دغه کس که څه هم د خپلې ولسوالي د روغتیایي مرکز له موجودو محدودو خدمتونو لږه خوښي څرګندوي، خو له حکومته او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د روغتیایي خدمتونو د پراخوالي او د درملنې مرکزونو د کچې د لوړولو لپاره جدي اقدامات وکړي، څو زلزله‌ځپلي وکولای شي اساسي طبي خدمتونه ترلاسه کړي.

رسول سلام‌وطن‌دار ته وویل: «دلته بستر نشته، یوازې ګولۍ راکوي. که څه هم همدومره خدمتونه موږ ته مهم دي، خو بیا هم اړتیا لرو چې روغتیایي خدمتونه زیات شي. زموږ خلک ټول شتمنۍ له لاسه ورکړې، د دې وس نه لرو چې ناروغ ښار ته د ډاکتر درملنې ته یوسو. بیا هم دا کلینیک چې لږ تر لږه یو سیروم راکوي، زموږ لپاره ښه دی.»

خو د بلخ د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې دامهال په زیانمنو سیمو کې د اغېزمنو کورنیو لپاره روغتیایي خدمتونه منظم روان دي.

د عامې روغتیا ریاست ویاند، کمال‌خان ځدراڼ وایي چې د زلزلې تر پېښېدو وروسته ګرځنده روغتیایي ډلې د زیانمنو سیمو درملیزو مرکزونو ته استول شوي او خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام