Asset 1SWN

سلام وطندار

اقلیمي بدلون روان کال کې ۳۸زره افغانان چې نیمايي یې ماشومان دي، بې‌ځایه کړي

سیل_زدگان-آواره-در-مرغاب-3-qr6zsbehpfwpvyqzvnwnqu50giyuyml4t02xglnlvs

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان تازه خبرداری ورکړی چې اقلیمي ناورینونو په افغانستان کې انساني وضعیت نور هم ترینګلی کړی دی. دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې څه باندې ۳۸ زره کسان چې نیمايي یې ماشومان دي، د اقلیمي بدلونونو له کبله بې‌ځایه شوي دي.

د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ، په روان کال کې د اقلیمي بدلونونو له امله د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر زیات شوی دی. د اعلامیې له مخې، اقلیمي بدلونونو د اوبو سرچینې له منځه وړي او د ماشومانو د ښوونې او روزنې پروسه کې یې ګډوډي جوړه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په غور ولایت کې یو دولس کلن ماشوم فریدون د پنځم ټولګي زده‌کوونکی دی. هغه وايي، د سېلابونو راوتلو له کبله یې کورنۍ بې‌ځایه شوې او اوس ښوونځي ته له تګ څخه بې‌برخې دی.

هغه زیاتوي: «سېلاب راغی، زموږ کور او ښوونځی یې یووړل. بیا دلته را کډوال شوو او له ښوونځي پاتې شوو. په خیمه کې ژوند کوو او وضعیت مو خراب دی. اوبه او ډوډۍ هم نه‌لرو.»

شمس‌الدین هم د غور اوسېدونکی دی چې روان کال کې یې د سېلابونو له امله کور ویجاړ شوی او اوس له خپلې اووه‌کسیزې کورنۍ سره د بې‌ځایه شویو په کمپ کې ژوند کوي.

نوموړی وايي، په اوس وخت کې سرپناه، خوراکي توکو او د ژوند نورو لومړنیو امکاناتو ته اړتیا لري. هغه زیاتوي: «کومې خیمې یې چې راکړي، د ورځې یې یو ځل باد راباسي. ماشومان مو هم دلته د اوسېدو ځای نه‌لري. هلته ښوونځی و، اوس له ښوونځي هم پاتې دي. ژمی هم نږدې دی؛ موږ ډېر اندېښمن یوو، نه ډوډۍ لرو او نه اوبه.»

روان کال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو راتلو شاهدان وو او پر مهال یې د بغلان ولسي وګړو ته هم سخت زیانونه واړول.

د بغلان اوسېدونکو اسماعیل او صابر چې د سېلابونو راوتلو له کبله یې کورونه وران شوي، په را روان ژمي کې د خپلو کورنیو، په ځانګړې توګه د ماشومانو وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، اوس یې کورنۍ ښوونیزو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. دوی زیاتوي:

«وضعیت خراب دی. یخني راباندې راغله، موږ راغلو او دلته باران ته کېناستوو. سون‌توکي نه‌لرو. د کور خرڅ نه‌لرو، اقتصادي وضعیت مو خراب دی. ښوونځی ډېر رانه لرې دی، ماشومان همدغه جومات ته ورځي. مشر زوی مې چې په شپږم ټولګي کې دی، ښوونځي ته تللی شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

«خوراکي توکي هم نه‌لرو، کم دي. سون‌توکي خو هېڅ نه‌لرو. نه د ډبرو سکاره لرو، نه لرګي. کور کې اته کسان یوو چې دوه یې واړه دي، درې‌کلن او شپږکلن دي. څلور نور یې له زده‌کړو پاتې دي. له ښوونځي لرې یوو او نه‌شوو ورته رسېدلی.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، روان کال په افغانستان کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۶۰ زره کسانو زیان لیدلی او زرګونه کورونه او زرګونه هېکټاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام