د کندهار سپینبولدک ولسوالي د عامه اړیکو مسوول علي محمدحقمل وایي، د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه تېره شپه پیل شوې چې د چهارشنبې تر سهار پورې يې دوام وکړ.
د نوموړي په خبره، په دې نښته کې پاکستاني ځواکونو ته ډېر تلفات اوښتي، خو لا تراوسه یې کره شمېر نهدی څرګند شوی. نوموړی زیاتوي چې جګړه د پاکستاني لوري لهخوا پیل شوې وه او د سهار تر شاوخوا اتو بجو یې دوام وکړ.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالي د عامه اړیکو مسوول علي محمدحقمل زیاتوي چې د توپچي بریدونو له امله افغان لوري ملکي وګړو ته هم مرګژوبله واوښته. «دغه نښته کې پاکستاني ځواکونو ته هم تلفات اوښتي، خو لا تر اوسه یې کره شمېره نه ده څرګنده شوې.»
همداشان د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر ایکسپاڼې لیکي چې سپینبولدک کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه کې ۱۲ ملکیان شهیدان او تر سلو زیات ټپیان شوي.
اخوا د سپینبولدک ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د جګړې د شدت له امله ګڼې کورنۍ له خپلو هستوګنځایونو وتلو ته اړې شوي. د دوی په خبره، د جګړې پرمهال د پاکستاني لورې د ملکي خلکو کورونه هم په نښه شوي چې مرګژوبله يې وراړولې ده.
د سپین بولدک اوسېدونکی شرافالدین وايي: «جنګ خو ډېر شدید وو، خلک را ووتل، خلک خپل کورونه پرېږدي. جنګ پر څلورو بجو شروع سوی وو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي محمدیاسین وویل: «د پاکستاني پوځیانو له هاونونو را غورځول کېدل، خلک مجبوره سوه چې خپل کورونه پرېږدي.»
د دې ترڅنګ پر ټولنیزو رسینو خپرېدونکو ویډیوګانو کې ښکارې چې د جګړې پر مهال د افغان ځواکونو له خوا هغه ګډه دروازه هم په بمونو الوزول شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره جوړه شوې وه. د سپینبولدک ولسوالي د کندهار ولایت په سوېل کې پرته ده او له پاکستان سره یې د چمن ښار له لارې تګ راتګ کېږي.
په ورته وخت کې پکتيکا کې سرچینې وايي چې د یاد ولایت په تروه ولسوالي کې هم چهارشنبه سهار مهال د افغان ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ جګړه پيل شوې ده.
له يادې سيمې ځايي سرچينو سلاموطندار ته تایید کړې چې د تروه ولسوالي دوو سيمو کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پيل شوې.
پر کابل د پاکستان د ډرون برید وروسته پر ډیورنډ فرضي کرښه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په وقفي توګه جګړه کېږي چې درنې او سپکې وسلې هم پهکې کارول کېږي.


