واصفالله عثماني
تورخم کې پر ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت او د پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د تېرو دوو ورځو جګړو له امله لسګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.
د سیمې یوشمېر اوسېدونکي وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري یې کورونه او دوکانونه په نښه شوي چې له امله یې د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ شوي.
د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د «غوړکي» کلي اوسیدونکي کویټ خان او نورام شاه وویل: «دوی زمونږ کورونه ولي، لس ورځې وشوې چې دروازه یې بنده کړې، دوهمه ورځ ده چې جنګ شروع دی، زمونږ ټول کورونه ډک رانه پاتې شول او ویې ویشتل، مرمۍ راځي، هاوانونه راځي. د پاکستان دا اول ګذار نه دی دا یې څووم ګذار شو.»
«چې جنګ شروع شو، ډک کور مو پریښودل، صرف ماشومان مو راوویستل. اوس له سختو مشکلاتو سره مخ یو، کورونه او کوټې مو ولګیدې، هر څه ولګیدل او مونږ راووتو.»
په ورته مهال د سیمې یوشمېر نور اوسېدونکي وایي چې پاکستان له افغان ځواکونو سره مخامخ د جګړې توان نهلري، نو ځکه ناڅاپي جنګ کوي او ډیر کله د ملکي خلکو کورونو او دوکانونه په نښه کوي.
دوی له پاکستاني لوري د تورخم دروازې د پرانیستو غوښتنه هم کوي.
د سیمې اوسیدونکي زرداد خان او بغداد وویل: «پاکستان د تورخم دروازه بنده کړه چې کله له طالبانو سره په جنګ کې ماتې وخوري، نو بیا زمونږ د بې ګناه خلکو کورونه ولي. د پاکستان ظالم حکومت دی او له افغانانو سره سخت ظلم کوي.»
«د پاکستان له حکومت څخه هیله کوو چې لار دې نه بندوي. لار دې څلورویشت ساعته له مونږ سره خلاصه وساتي. که جنګ کوي مخامخ دې جنګ ته راووځي او که جنګ نهکوي، نو لار خو دې هیڅکله هم نه بندوي او له مونږ سره دې ظلم او زیاتی نهکوي.»
بل لور ته د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست مسوولان وايي چې دوی به په عاحل ډول له یادو بېځایه شویو کورنیو سره مرستې وکړي.
د کډوالو چارو رئیس بازمحمد عبدالرحمن وایي: «مونږ به دلته سروې شروع کړو، سروې پسې لنډ په یو یا دوه ورځو کې چې زمونږ سروې ختمه شوه، نو ورپسې ژر د دوی د ضروت په اساس چې دوی له مونږ کومه غوښتنه کړې او او کوم ضرورتونه لري، نو مونږ به ورسره هماغسې مرسته وکړو.»
د یادونې ده چې تورخم دروازه له تیرو ۱۲ ورځو راهیسې د مسافرو او ترانزیټ پرمخ تړلې چې تېرو دوو ورځو کې وخت ناوخته د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه هم شوې ده.



