د هرات د حوزوي روغتون مسوولان په دغه ولایت کې پر سرطان ناروغي د اخته کېدونکو مېرمنو د شمېر زیاتېدو سره هممهاله وايي، سږ کال د «رحم سرطان» د تېر هغه په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
د هرات د حوزوي روغتون د سرطان څانګې مسوول احمدفاروق صدیقي سلاموطندار ته ویلي چې د «رحم سرطان» د پېژندنې برخه کې کمزورتیا د دې ناروغي د زیاتېدو لامل شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي: «ډېر شوی؛ هر کال د تېرو کلونو په پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه زیاتېږي. له بده مرغه هر کال د سرطان ناروغي پېښې ډېرې دي. موږ ته هر کال ډېری پر سرطان ناروغي اخته کسان راځي.»
سیمین چې خور یې پر «رحم سرطان» اخته ده، وايي: «خور مې ۲۵ کلنه وه؛ ناروغه وه؛ سرطان وه؛ موږ نه پوهېدو چې سرطان ده، ناروغه وه. بیا وینه ترې تلله، وروسته مو ډاکټر ته وروستله؛ ډاکټر وویل چې سرطان ده او د ناروغ وضعیت نازک دی. نور څه نهشوو کولای.»
په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال غلاممحمد حنیفي وايي، ځینې وخت د ناسم او په ځنډ تشخیص له کبله ځینې ستونزې جوړېږي، خو د حل لپاره یې هڅې کوي.
بلهخوا په هرات کې د رحم سرطان ډاکټران د دې ناروغي د پېژندنې لپاره د وسایلو نه موجودیت پر دې ناروغي د اخته کسانو او له کبله یې د ښځو د مړینې زیاتېدو لامل بولي.
د هرات په حوزوي روغتون کې د سرطان څانګې ډاکټره سهیلا حیدري وايي: «هغه امکانات چې موږ لرو، د نمونې اخیستلو برخه کې رښتیا هم ستونزې لرو؛ یوازې د تشخیص برخه نهده، د معالجې برخه ده. راډیوټراپي نه کېږي، له بده مرغه په افغانستان کې د نمونې اخیستلو برخه کې شته ستونزي؛ په ټولو برخو کې شته. د سرطان هره نمونه سمه نه تشخیصېږي؛ اوس د رحم سرطان د تشخیص لپاره امکانات نشته.»
د هرات محلي مسوولان داسې مهال په دغه ولایت کې د رحم سرطان پر ناروغي د اخته کسانو زیاتېدو خبره کوي چې تېر کال په دغه ولایت کې پر دې ناروغي ۶۵۰۰ اخته کسانو نوملیکنه کړې ده.