پکتیکا کي د خیاطۍ له زده‌کړو ۱۱۰ کسان فارغ شول

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د «هوساینې نړیوالې موسسې» په مالي ملاتړ ۱۱۰ کسان د خیاطي له حرفې فارغ شوې دي.

د مسوولانو په وینا، هر فارغ شوي کس ته د «۴۸۰۰۰» افغانیو په ارزښت يوه لمریزه هنداره، بېټرۍ، خیاطي ماشین، رخت او د خیاطي اړوند ټول لوازم ورکړل شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې د یادو لوازمو او توکو ټولییز لګښت پنځه میلیونه ۲۸۰زره افغانیو ته رسېږي.

بامیان کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د لوړ تُناژ تله فعاله شوه

د بامیان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د بامیان-دایکندي او بامیان-غور پر لویو لارو د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت د لوړ تُناژ یوه تله فعاله کړې ده.

د مسوولانو په وینا، دغه تله د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له‌خوا فعاله شوې او موخه یې له سړکونو ساتنه او څارنه ده.

د میدان‌وردګ اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت د «ارګ کوتل» سړک بیارغوي

د میدان‌وردګ د دایمیرداد ولسوالي اوسېدونکي وایي چې د دغه ولایت یو‌شمېر اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د «ارګ کوتل» د بیارغونې چارې پيل کړې دي. د یاد ولایت د دایمیرداد ولسوالي یوه اوسېدونکي رسول‌ګل سلام‌وطندار ته وویل، دغه سړک د دایمیرداد ولسوالي اړوند دی چې دوه کیلومټره اوږدوالی لري او په دې وروستیو کې ویجاړ شوی و.

عبدالباري عمر: یو‌شمېر هېوادونه د درملو تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست وايي چې یو‌شمېر اروپايي او اسیايي هېوادونو ته یې سفر له لاسته راوړنو ډک و.

عبدالباري عمر نن دوشنبه د لړم ۲۹مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال یادو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د برښنا پرچاوي له ډېروالي د کابل اوسېدونکو شکایت؛ برښنا شرکت: زغم ولرئ

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې دې ورځو کې یې د برښنا پرچاوۍ ډېروالي له امله کاروبارونه په ټپه ولاړ دي.

د دوی په وینا، ډېری وخت یې د کار پر مهال برښنا نه‌وي چې له کبله یې زیانمن شوي او حکومت باید د برښنا پرچاوۍ غم وکړي. د کابل ښار د «شهرنو» سیمې اوسېدونکی زین‌لله هم د برښنا پرچاوۍ له ډېروالي شکایت کوي.

کندهار څخه بهر ته سږکال د وچې مېوو صادراتو کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی

کندهار کې د وچې مېوې ټولنې مسوولان وايي چې د تېر کال په پرتله سږکال له دغه ولایت څخه له هېواده بهر د وچې مېوې په صادراتو کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د وچې مېوې ټولنې مشر عبدالاحد سلام‌وطندار ته ویلي چې د مېوو ډېره برخه هند، پاکستان، قزاقستان، امارات، کاناډا، جرمني، امریکا، جاپان او انګلستان ته لېږدول شوې دي.

د شمال او سوېلي ولايتونو د نښلوونکي سړک د قیراچونې چارې پیل شوې

د هېواد د شمالي او سوېلي ولایتونو نښلوونکی سړک چې ۲۰۹ کیلومټره اوږدوالی لري، د قیراچونې چارې یې نن یکشنبه د لړم ۲۸مه پیل شوې.

دغه سړک چې د جوړېدو پر چارو یې ۱۵۰ میلیونه ډالر لګښت راځي د هېواد سوېلي ولایتونه له شمال سره نښلوي. په لومړي پړاو کې به دغه سړک د کندهار ارغنداب ولسوالي څخه پیل او د روزګان مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالي به سره ونښلوي.

پروان، کاپیسا او پنجشېر کې د «بیزو چیچک» ناروغي خپرېدو خلک اندېښمن کړي

د پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو یو‌شمېر اوسېدونکي چې ماشومان یې د «بیزو چیچکې» پر ناروغیو اخته شوي، سلام‌وطندار ته وايي، دې وروستیو کې دغه ناروغي یې سیمو کې زیاته شوې چې دوی یې اندېښمن کړې دي.

دوی له سرپرست حکومت غواړي چې په یادو ولایتونو کې د دې ناروغي د خپرېدو مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

سرپناه او پاکو اوبو ته نه‌لاسرسی؛ یو‌شمېر راستانه شوي کډوال پر ناروغیو اخته شوي

له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو اېستلو سره هم‌مهاله، د کندهار د سپين‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارې يوشمېر راستانه شوي کډوال وايي، د څښاک پاکو اوبو او سرپناه ته د نه لاسرسي له امله پر بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي.

د زده‌کړو اتل؛ ۶۰کلن غلام‌حضرت له پکتیا پوهنتون د فراغت سند ترلاسه کړ

۶۰کلن غلام‌حضرت د پکتیا پوهنتون تر ټولو لوړ عمرلرونکی زده‌کړیال دی چې د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند پښتو ادبیاتو څانګې څخه یې خپل د فراغت سند ترلاسه کړ.

نوموړی سلام‌وطندار ته وايي چې د پوهنتون څلور کلنه دوره کې یې ډېرې سختې وګاللې، خو په وینا یې، هېڅ‌کله یې له زده‌کړو زړه نه‌دی تور شوی.

د کابل-کندهار پر لویه لاره ۱۷۵۶ پُلونه او پُل‌چکونه جوړېږي

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي چې د کابل- کندهار پر لویه لاره د ۱۷۵۶ پُلونو او پل‌چکونو د جوړېدو چارې روانې دي.

د یاد وزارت سرپرست محمدعیسي ثاني دغه څرګندونې زابل کې د دوو پلونو د پرانېستې په اړه جوړې شوې غونډې ته کړې دي. د ثاني په وینا، د دې دوو پلونو څخه یو یې د ترکیې هېواد اړوند د «۷۷ په نوم کمپنۍ» له لوري په وړیا توګه جوړ شوی دی.

د فاریاب قیصار ولسوالي بڼوال: د ممیزو بیه ۴۰سلنه لوېدلې

د فاریاب د قیصار ولسوالي یو‌شمېر بڼوال سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د تېر کال سخت ژمي او سږکال وچکالي له امله د ممیزو حاصلاتو کې کموالی راغلی دی. د دوی په وینا، د ممیزو بیې هم ۴۰سلنه رالوېدلې دي.

د قیصار ولسوالي بڼوال محمدنبي وویل، تېر کال یو من تور ممیز په ۱۲۰۰ افغانۍ پلورل کېدل؛ خو سږکال یې بیه ۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې.

پکتیکا کې پر راستنو شویو کورنیو ژمنۍ جامې ووېشل شوې

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت ته له پاکستانه پر بېرته راستنېدونکو افغانانو او بې‌سرپناه کورنیو باندې یې ژمنۍ جامې او نور توکي وېشلې دي.

دغه مرسته د یونېسف په مالي ملاتړ او د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په همغږۍ وېشل شوې دي.

میدان‌وردګ کې ۱۰ پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د میدان‌وردګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د خوړو او کرنې نړیوال سازمان/FAO په مالي لګښت د راتلوونکو نسلونو موسسې/FGA په تخنیکي همکاري په سیداباد ولسوالي کې کرنې اړوند ۱۰ پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.