
لوګر کې په درې میلیونه افغانیو یو چکډېم جوړ شو
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو چکډېم جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارلی دی.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو چکډېم جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارلی دی.

په دې ورځو کې د غزني ښار په هره برخه کې کارګر ماشومان د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره پر بېلابېلو کارونو بوخت دي.
ډېری دغو ماشومانو د بوټانو او څپلیو رنګولو، سپند دودولو او د لاسي توکو پلور په څېر، نورو درنو کارونو ته مخه کړې. یوولس کلن زاهد چې د غزني ښار د «پلان سوم» سیمه کې هټۍ په هټۍ او موټر په موټر سپند دودوي، سلاموطندار ته وايي، د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ برابرونکی دی.

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې هېواد کې یې له بانکونو د پیسو راوېستلو کچه لوړه کړې ده.
د یاد بانک مسوولانو نن «چهارشنبه، مرغومې شپږمه» کابل کې د یوې ناستې پر مهال ویلي، له دې وروسته د بانکي حسابلرونکي کولای شي، په میاشت کې تر ۳۰۰۰ ډالره ۲۵۰زره افغانۍ له بانکونو ترلاسه کړي. د افغانستان بانک سرپرست په وینا، په نړيواله کچه افغانۍ د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ده او ارزښت يې لوړ شوی دی.

روزګان کې د بېپلېټه موټرو یوشمېر چلوونکي وايي چې خپلو موټرو ته د نویو پلېټونو د اخیستلو توان نهلري. د دوی په وینا، د پلېټونو بیه لوړه ده او دومره پیسې نهلري چې موټر ته پلېټ واخلي.

په داسې حال کې چې خلک په دې باور دي چې د سوداګرۍ پیل ډېرو پیسو ته اړتیا لري، داسې کسان هم شته چې د لږو پیسو او نوښت سره یې کوچنۍ سوداګري پیل کړې ده.
راضیه افضلي یوه له دغو مېرمنو څخه ده چې درې میاشتې وړاندې یې د ۱۰۰ افغانیو په مرسته خپل انلاین کوچنی کاروبار پیل کړ.

لغمان کې د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د کبانو او هیلیو ښکار له بندیز وروسته د دغه ولایت یوشمېر ښکاریان وایي چې پر ښکار د بندیز له امله یې ورځنی کاروبار زیانمن شوی دی. دوی زیاته کړه چې د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري یې د ښکار لپاره جوړ شوي ځایونه او جالونه لهمنځه وړل کېږي او د ښکار اجازه نهلري.

د افغانستان طبي شورا تخنيکي سلاکار احمدشاه شکوهمند د یاد دفتر پرانېستلو پر مهال وويل چې ياده شورا د هېواد په کچه يوه خپلواکه اداره ده او په وینا یې، د روغتيا او لوړو زدهکړو وزارتونو سره په ګډه کار کوي چې د روغتيا برخه کې ستونزې راکمې او معياري خدمتونه وړاندې شي.

د سیداحمد سېلاب خیریه بنسټ نن «دوشنبه، مرغومې څلورمه» کابل کې د ۵۰ جوړو «نجونو او هلکانو» د ډلهییز واده مراسم ترسره کړل.
د یاد بنسټ مشر سیداحمد سېلاب سلاموطندار ته وویل، په دغه پروګرام کې ۵۰۰ جوړو نوملیکنه کړې وه چې له ډلې یې ۵۰ جوړې په شرایطو برابرې وپېژندل شوې. د یاد بنسټ مسوولان وايي، دغه مراسم یې د ناوړه دودونو د مخنيوي او په کم لګښت د واده مراسمو دودولو په موخه جوړ کړي وو.

د پروان محلي مسوولان وايي، د سالنګ دویم تونل د جوړېدو په موخه یوه ډله چینايي انجینیران دغه ولایت ته ورغلې دي.
د پروان والي ویاند سیدحکمتالله شمیم نن «دوشنبه، مرغومې۴» سلاموطندار ته په دې اړه نور جزییات ورنهکړل، خو زیاته یې کړه چې دغه انجینیران د سالنګ دویم تونل د جوړېدو اړوند سروې لپاره دغه ولایت ته تللي.

د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د جاپان سفارت سرپرست او ساساکاوای سولې بنسټ چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان ابادۍ او جوړولو لپاره هڅې کوي.

د غزني حوزوي روغتون مراجعهکوونکي په یاد روغتون کې له ناروغانو د فیسونو اخیستلو له کبله شکایت کوي او وايي چې د فیسونو د ورکړې توان نهلري.
د عامې روغتیا وزارت د پالېسۍ پر بنسټ هغه دولتي روغتونونه چې د یاد وزارت لهخوا تمویلېږي، ناروغ ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په بدل کې باید فیس ترې واخیستل شي.

د سپینبولدک ولسوالي اوسېدونکي شکایت کوي چې د څښاک ښاکو اوبو ته لاسرسی نهلري چې دې چارې یې ژوند سخت کړی دی.
د یادې ولسوالي اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي چې د ژورو څاګانو د کېندنې توان نهلري او هغه کسان چې ټانکرو کې اوبه راوړي، پر خلکو یې په لوړه بیه یې پلوري.

د خوړو نړیوال پروګرام په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان کې ۱۶ میلیونه وګړي خوراکي توکو ته اړتیا لري.
د دې ترڅنګ د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې هم په یوې خبرپاڼه کې اندېښنه ښودلې چې څه باندې ۱۲ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي چې له ډلې یې د دوه میلیونه کسانو سرپرستي ښځو ته ورتر غاړې ده.

له څه باندې دوه نیمو میاشتو راهیسې د حماس او اسراییلو ترمنځ خونړۍ جګړه روانه ده چې دې وروستیو کې یې زور اخیستی دی.
سره له دې چې د نړۍ په کچه ګڼشمېر هېوادونو کوښښ کړی، څو دغو نښتو کې له یوه لوري ملاتړ وکړي، خو شته ځینې هېوادونه چې بېطرفي یې غوره کړې ده.

یو تقاعد شوی جاپانی انجینیر د تتسو ناکامورا د بشردوستانه مرستو دوام او د نوموړي د نیمکړیو پروژو بشپړېدو لپاره افغانستان ته راغلی دی.
نوریو اووا له څه مودې راهیسې افغانستان کې د تتسو ناکامورا پر نیمګړو پروژو کار روان کړی او د اوبو رسونې ترڅنګ د شاړو ځمکو د زرغونتیا هڅې یې هم پیل کړې دي.

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درېوو چکډېمونو او یوشمېر نورو پروژو د جوړېدو چارې پیل کړې دي. د یادو پروژو د جوړېدو د چارو پرانېسته پرون «جمعه، مرغومې لومړۍ» نېټه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست او یوشمېر نورو چارواکو لهخوا شوې ده.