د کانونو او پټرولیم وزارت: ډېر ژر به افغانستان کې د «ټاپي پروژې» چارې پیل شي
د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې نږدې راتلونکې کې به د ترکمنستان په همکاري هېواد کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل کړي.
د یاد وزارت مسوولان دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امیرخان متقي په مشري یو پلاوی چې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي هم پهکې ګډون لري، د ترکمنستان په بلنه دغه هېواد ته تللي دي.