د میدانوردګ د قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولان وايي چې د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې (save the children) له لوري د دغه ولایت په جلرېز ولسوالي کې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه راېستل شویو کډوالو سره نغدي مرسته شوې ده.
د دغه ولایت مقام رییس مولوي حمیدالله شهیدخیل جوړو شویو مراسمو ته وویل، ا.ا ژمن دی چې یاد ولایت ته تازه راستانه شویو کډوالو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.
هغه وویل، تازه د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې (save the children) له لوري سل راستانه شویو کډوالو سره نغدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ باندې شاوخوا لس زره افغاني وېشل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ده وویل، ولایتي اداره او په دغه ولایت کې شته نړیوال مؤسسات هڅه کوي چې راستانه شویو کډوالو سره د سرپناه، روغتیا، پوهنې او بشري مرستو برخه کې بېلابېلې مرستي وکړي.
راستانه شوي هم خوښ دي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې (save the children) له لوري مرسته ترلاسه کړه، خو ټینګار کوي چې شوې مرسته دويته بسنه کوي او اړتیا ده چې حکومت او نړیوال بنسټونه له راستانه شویو کډوالو سره خپلې مرستې دوه برابره زیاتې کړي.


