دې وروستیو کلونو کې د توکو لېږدولو برخه «کارګو» د ځینو افغان ځوانانو لپاره د عاید په سرچینې بدله شوې، هغه برخه چې د دایمي دندې د فرصتونو نشتوالي له امله، ځینو ځوانانو ته د اقتصادي ژغورنې رول لوبوي.
دې سره، نهو ولایتونو کې له ۲۶ ځوانانو (۲۰ هلکانو او ۶ نجونو) سره د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې دغه فعالیت له جوړښتي، اداري او بهرنیو ستونزو سره مخ دی، داسې ستونزې چې د دې وړو سوداګریزو فعالیتونو د دوام لپاره جدي ګواښ جوړوي.
د دې ۲۶ ځوانانو له ډلې، ۱۳ هغه یې توکي د هوا او ځمکې له لارې، ۱۰ یې د هوا، ځمکې او پُست له لارې او یوازې ۳ یې د ځمکې له لارې انتقالوي.
دوی لاسي صنایع، غالۍ، ګاڼې، وچې مېوې، اسناد، زعفران او د ډالیو بستهبندي شوي توکي عربستان، هند، امریکا، جرمني، سویډن، آسترالیا او څو نورو هېوادونو ته لېږدوي.
د بازار پراخوالي ته په پام، موجودې ستونزې په درې اصلي کچو کې راټولېدی شي:
جوړښتي او بنسټیزې ستونزې
د سوداګریزو الوتنو کمښت، د ټرانسپورټ کمزوری سیستم او د ټرانزیټ محدودیتونه هغه اصلي ستونزې دي چې د دې برخې فعالان ورسره مخ دي.
راپور کې مرکه شویو ځوانانو ویلي، د لیږد لګښتونو زیاتوالی او د معیاري بنسټونو نشتوالی د دې لامل شوی چې د دوی د فعالیت ګټه کمه شي.
د «کارګو موورز وي» شرکت ونډهلرونکی محمد افضل ولیزاد چې څلور کاله کېږي کابل کې فعالیت لري، وایي: «لویې ستونزې په دې کې شاملې دي: د ترانزیت محدودیتونه، د مقصد هېوادونو د قوانینو ناڅاپي بدلونونه، د ځینو کسانو هڅې چې غیرقانوني توکي په بار کې داخل کړي، د لیږد لګښتونو زیاتوالی او د ګمرک ستونزې.»
اداري او ګمرکي ستونزې
د کارګو په برخه کې د ځوانانو د فعالیتونو پر وړاندې د ستونزو یوه برخه کې ګمرکي خنډونو، د اسنادو پېچلتیا او د مالیاتو بدلونونو پورې اړه لري.
د کونړ اوسېدونکی ۲۶ کلن شاهدالله امین چې درې کاله کېږي دغه برخه کې فعالیت لري وایي: «لویې ستونزې په ګمرکي ځنډونو، لوړ لګښتونو، د اسنادو ستونزو او کله ناکله د ټرانسپورټ وسایلو کمښت سره تړاو لري. هو، په ځینو مواردو کې د مالیاتو بدلونونه، په ناسم ډول د اسنادو بشپړول او د پروسو پېچلتیا زموږ د کار په سرعت اغېزه کوي. په محدودو مواردو کې د خرابې هوا یا د ترانسپورټي ستونزو له امله مالي زیانونه رامنځته شوي.»
اخوا، د کونړ اوسېدونکی ۲۵ کلن سیدآغا وایي چې د ټرانسپورټ ستونزو او د هوا د خرابوالي له امله یې زیان لیدلی:
«زموږ لویې ستونزې د ګمرکي ځنډ، لوړ لګښت، د اسنادو ستونزې او کله ناکله د ترانسپورت وسایلو کمښت دی. د خرابې هوا یا د ټرانسپورټ ستونزو له امله هم محدود زیانونه پېښ شوي. موږ هڅه کوو چې د بیمې او احتیاطي تدابیرو له لارې دغه خطرونه کم کړو.»
بهرنۍ ستونزې او د قوانینو بېثباتي
د مقصد هېوادونو په قوانینو کې ناڅاپي بدلونونه، دغه برخه کې د فعاله ځوانانو بله جدي اندېښنه ده.
د مقرراتو نشتوالي او د اضافي لګښتونو زیاتوالي د وړو شرکتونو لپاره اوږدمهاله پلان جوړول ستونزمن کړي.
له خوست ولایت څخه د محمد شهید افغان کارګو مسؤول ایمل په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل:
«ډېری هغه کارګو شرکتونه چې د پېرېدونکو توکي انتقالوي، د توکو له رسېدو وروسته پیسې نهورکوي. موږ لویه ستونزه لرو. په دوبۍ کې ډېر شرکتونه ډیپازیت اخلي، خو بیا شرکتونو ته پیسې نه ورکوي.»
کارګو برخه کې د ځوانانو د کار پیلولو انګېزې
د ننګونو ترڅنګ، د دایمي دندې نشتوالی، د بازار اړتیا او د لوړ عاید ترلاسه کولو امکان دغې برخې ته د ځوانانو د پام اوښتو مهم عوامل ګڼل کېږي.
ډېری ځوانان کارګو د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو او د اقتصادي خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره فرصت بولي.
د کونړ اوسېدونکی ۲۶ کلن شیرخان چې پنځه کاله مخکې یې دغه برخه کار پیل کړی او د ننګرهار اوسېدونکی ۳۲ کلن محبالله چې د کارګو شرکت مدیر وایي:
«اصلي دلیل دا و چې د خپلې کورنۍ مالي اړتیاوې پوره کړم او له اقتصادي پلوه خپلواک شم. له بلې خوا مې ولیدل چې د توکو د انتقال په برخه کې ښه فرصتونه شته. دامهال زه تر ډېره خوراکي توکي، جامې، ساختماني توکي او ځینې برقي وسایل انتقالوم، ځکه دغه توکي په بازار کې لوړ تقاضا لري.»
«موږ ولیدل چې نور کار نشته او ګټه یې ډېره وه، له همدې امله مو دا کار پیل کړ. هر نوي او قانوني توکي چې وي، موږ یې انتقالوو. ډېری مشتریان مو له فرانسې، لندن او سویزریلینډ څخه دي. توکي د هوا، ځمکې او پُست له لارې لېږدول کېږي.»
د کارپوهانو نظر او د حکومت دریځ
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د کارګو پراختیا او د صادراتو اسانول کولی شي د افغانستان محصولاتو ته د چټک او ارزانه لېږد زمینه برابره کړي او په پایله کې هېواد له سیمهییزو او نړیوالو بازارونو سره ونښلوي او کورني محصولات په ښه توګه معرفي کړي.
د اقتصادي مسایلو کارپوه شاکر یعقوبی وایي، د لیږد لوړ لګښتونه او د قوانینو ناڅاپي بدلونونه د هغو ځوانانو لپاره جدي ستونزې رامنځته کوي چې په کمې پانګې سره کارګو برخې ته داخل شوي.
«د لیږد لوړ لګښتونه ځینې وخت د کارګو شرکتونو لپاره ستونزې جوړوي. ځوانان چې په کمې پانګې سره پیل کوي، کله چې د لوړو کرایو، بېلابېلو فیسونو او د قوانینو ناڅاپي بدلونونو سره مخ شي، د دوام توان له لاسه ورکوي. د قوانینو بېثباتي لامل کېږي چې څوک نه پوهېږي راتلونکې پرېکړې څه ډول کېږي او دا ګډوډي او ګونګ وضعیت د ځوانانو لیوالتیا کمه وي.»
د اقتصادي مسایلو بله کارپوهه عاقله هاشمي وایي: «هغه کسان چې نوي شرکتونه جوړوي، باید مالي ملاتړ ترلاسه کړي، لکه د مالیاتو کمول، کوچني پورونه ورکول، یا ځینې تخصصي روزنې ورته وړاندې کول. دوی باید د قوانینو په اړه پوهاوی ولري، نه یوازې د افغانستان د قوانینو تطبیق، بلکې د هغو هېوادونو قوانین هم چې ورسره سوداګري کوي، یا توکي یې انتقالوي، باید چې ویې پېژني.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان سلاموطندار سره خبرو کې وايي، دغه وزارت هڅه کوي د کارګو برخې لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي، څو ځوانان وکولی شي خپل توکي د هوا، ځمکې او رېل لارې له لارې بېلابېلو هېوادونو ته صادر کړي.
د دغه وزارت ویاند آخوندزاده عبدالسلام جواد وایي: «د کارګو په برخه کې یادونه کوم چې موږ د انتقالاتو په برخه کې هڅه کوو څو هغه اسانتیاوې چې اړینې دي، برابرې کړو. د سړکونو ترمیم او د سړکونو د کیفیت لوړولو لپاره کار روان دی. موږ غواړو له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کړو، څو صادرات او واردات چې ځوانان په کې سوداګري کوي، ډېر شي. په ځانګړې توګه د رېل لارې او هوايي کارګو لپاره، همدارنګه د ځمکنۍ کارګو له لارې هم امکانات اوس مهال برابر شوي.»
په داسې حال کې چې دایمي دندې کمې دي او اقتصادي فشارونه زیات شوي، دې وروستیو کلونو کې کارګو برخه د ځوانانو لپاره د عاید یوه اصلي سرچینه ګرځېدلې.
خو د معیاري بنسټونو نشتوالی، کمزوری ترانسپورټي سیسټم، د سوداګریزو الوتنو محدودیت، ګمرکي ستونزې، د مقصد هېوادونو د قوانینو بېثباتي او د مالي ملاتړ نشتوالي، دغه برخه له جدي خنډونو سره مخ کړې ده.


