د کابل ښار د پلخشتي سړک په یوه څنډه کې د موټرو او خلکو ګڼېګوڼې ترمنځ یوشمېر هغه کسان تر سترګو کېږي چې سړه ډوډۍ پلوري.
بېوزله کسان د دوی په شاوخوا راټول شوي؛ یو یې د بیې په اړه پوښتنه کوي او یوشمېر یې د سوځېدلې او سړې ډوډۍ لهمنځه هغه ډوډۍ راټولوي چې لږ سوځېدلې او یو څه نرمه وي.
۴۱ کلن زمری د سړک پر غاړه پر یو ساده پلاستیکي دسترخوان، هغه ډوډۍ خرڅوي چې نور د تنور ګرمۍ پرې نشته. هغه وايي، دغه سړه ډوډۍ دې ورځو کې ښه تود بازار لري.
د هغه په وينا، هره ورځ سلګونه کسان د نانوایانو په پرتله په نيمه بيه له هغه څخه سړه ډوډۍ اخلي.
نوموړي وویل: «دا ډوډۍ په څلور او پنځه افغانۍ دي؛ نانوايي واله موږ ته پرونۍ او تېرې ورځې ډوډۍ راوړي، درې یا درې نیمې افغانۍ یې، اخلوو، څلور او پنځه یې، خرڅوو، د ورځې ۳۰۰ تر ۴۰۰ کسان راځي، هر کس لس یا شل یا شپږ ډوډۍ اخلي.»
د زمري په وینا، د دغې ډوډۍ پیرودونکي ډېری هغه کسان دي چې د ګرمې او تازه ډوډۍ اخیستلو توان نهلري. «هر ډول پېردونکو لرو، بېوزله او شتمن؛ شتمن خلک هم راځي، ارزانه دي او وزن یې، ډېر دی. اووه او پنځه افغانۍ دي.»
د کار د ستونزو او له سهاره تر ماښامه خلکو سره د چڼو وهلو ترڅنګ، زمری هیله لري چې ماشومان یې په ارامه ژوند او زدهکړې وکړي. هغه زیاتوي چې غواړي دغه سړې ډوډۍ لږترلږه د هغه د ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره یوه پانګه وګرځي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «سختۍ ډېرې دي، سوزنده لمر، ژمی او اوړی؛ د ورځې شاوخوا ۳۰۰ کېږي، نهه کسان یوو، کور کې، اووه او اته بجې راځوو، تر نهو د شپې یوو، سخته ده، بل ځای کار هم نشته؛ کارخونه یو څه که وي چې یو کار وي.»
زمري د خپلو سلګونو اړمنو پېرودونکو پهڅېر، له ۱۳ کلونو راهیسې سړې ډوډۍ څخه استفاده کوي او په همدې حالت سره یې خپل ماشومان لوی کړي. «خپله له دې ډوډۍ ګټه اخلم، لږه سړه وي، نوره ښه ده، یو ډول اوړه دي چې ژاولې په ډول دي چې هېڅ نهځدویل کېږي، لس تر ۱۳ کلونه کېږي چې دې ځایه ډوډۍ اخلم،»
د هغه په شاوخوا کې د راټولو شویو لسګونو پیرودونکو لهمنځه ۳۰ کلن عبدالکبیر وايي چې هره ورځ د خپلې اته کسیزې کورنۍ لپاره له همدې ځایه ډوډۍ اخلي. هغه وايي چې دی او کورنۍ یې له کلونو راهیسې تازه او ګرمې ډوډۍ نهده خوړلې.
هغه وویل: «تازه ډوډۍ د چا نهخوښېږي، خو د ټولو لپاره ګران بیه تمامېږي؛ سخته ده چې کورنۍ کې لس کسان وي، خلک شکر باسي چې استفاده کوي یې.»
کابل کې ډیری بېوزله کورنۍ د ګرمې او تازه ډوډۍ اخیستلو توان نهلري او دا سړه ډوډۍ د دوی د ژوندي پاتېکېدو لپاره یوازینۍ وسیله ده.


