هغه درد او کړاو چې پر اوږو یې لکه د غره په څېر بار دی، په سترګو کې یې، له ورایه ښکاري. هغه پر لاره تېرېدونکو کسانو ته ځیر دی، ګوندې څوک ورته ودرېږي او د ده مخته قفسک کې اېښي، مرغۍ ترې واخلي.
احمد چې دا یې، مستعار نوم دی، له کلونو راهیسې د پروان مرکز چاریکارو ښار د «زاړه بازار» یوې څنډې ته ډول ډول الوتونکي پلور؛ خو دغه کار هم ځانته ستونزې لري.
د پروان د چاپېریال ساتنې ادارې په وار وار د هغه او نورو له قفسونو الوتونکي راټول او خوشې کړي دي.
نوموړي وویل: «خو چاپېریال ساتنې واله هر ځل چې راځي، له ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې خوشې کوي، دوی ۴۰۰۰، ۵۰۰۰، ۱۰۰۰۰ زیان رسوي. دوی له ۲۰ څخه زیات ځلې راغلي او خوشې کړي یې دي. حتی دوی پنجرې هم واخیستې. موږ ژوبڼ ته لاړو او له زاریو وروسته یې بېرته راکړل. موږ لس کسیزه کورنۍ یو، یو یا دوه کسان نهیوو، نو موږ د دوی په اړه اندیښمن یو. همدا کار دی چې زموږ د کورنۍ ټول لګښتونه پوره کوي.»
که څه هم له قانوني او اخلاقي پلوه د احمد له قفسونو د الوتونکو خوشېکول اړین کار دی او د چاپېریال ساتنې ادارې په ځلونو دغه کار کړی؛ خو هغه وايي، د هرې مرغۍ په خوشې کولو سره د هغه له دسترخوان څخه یوه ډوډۍ کمېږي.
وايي، که څه هم پوهېږي چې د الوتونکو نیول او قفس کې یې ساتل سم کار نهدی؛ خو په وینا یې، د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو لپاره بله لاره نهلري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه په شرم سره لاس پر ګېډه ږدي او وايي، د دغه خلاف کارکولو له امله ورته سپکاوی شوی؛ خو د خپلې مېرمنې او ماشومانو لپاره د ډوډۍ چمتوکولو لپاره اړ دی چې بیا هم مرغۍ ونیسي او د چاریکارو ښار «زاړه بازار» ته یې د پلور لپاره یوسي.
هغه وویل: «زه هېڅ تعلیم نهلرم، تقریبا ۵ یا ۶ کاله کېږي، موږ هېڅ کاروبار نهلرو، که کار، دنده یا شرکت نهوي، څه وکړو، موږ حتی ژمنه کړې وه چې زندان ته به ځو، خو زندان مو قبول کړ، موږ خپل کار ته دوام ورکړ، هېڅ ملکیت نشته، ځمکه نشته، باغ نشته، هېڅ خپلوان نشته چې مرسته وکړي.»
د مناسبو کاري فرصتونو او ټولنیز ملاتړ نشتوالي د چاریکارو ښار په «زاړه بازار» کې ډېری کسان دې ته اړ کړي چې د الوتونکو پلور له لارې د خپل ژوند لګښتونه برابر کړي.
نوموړي وویل: «اوس د غیرزینتي نور څه نشته، یو چا به ښکار کول او ۱۰۰ افغانۍ به یې، ګټلې او ۲۰ به ما ګټلې، د کور لګښت به برابرېده، د هغه هم او زما هم، تر څو چې ژوندي یوو، دې کار ته دوام ورکوو، که پر خپل حق ووژل هم شو، نو همدا کار کوو.»
د ورځې په پای کې د نیول شویو الوتونکو قفسونه تشېږي؛ ځینې وختونه د چاپېریال ساتنې ادارې د مامورینو د مداخلې له امله او ځینې وخت هم د خلکو لهخوا د پېرېدلو او خوشې کولو له امله.
د لمر په لوېدو سره، دغه سړی هم له ستړیا سره کورته ستنېږي؛ ښايي سبا به بیا هم قفسونه جوړ کړي او الوتونکي د پلور لپاره په دام کې واچوي او ویېنیسي؛ هغه کیسه چې د هغه د تکراري او ستړي ژوند انځور وړاندې کوي.


