Asset 1SWN

له نوماندۍ د بایډن تېرېدل؛ هېرس: د ټرمپ د ماتولو لپاره هڅه کوم

Biden-and-Harris-1-qrh2snfjq1h15w9jziucs36to2t9a4yu7912ex3tzc

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره له نوماندۍ د جو بایډن له تېرېدو سره هم‌مهاله، د هغه مرستیالې کامله هېرس لیکلي چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نومانده شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هېرس نن (د زمري لومړۍ، د دوشنبې ورځ) پر اېکس لیکلي چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې به د بریا لپاره هڅه وکړي. نوموړې زیاته کړې: «ویاړم چې ولسمشر د تایید وړ وګرځېدم او غواړم نومانده شم او ویې ګټم. د ډونالډ ټرمپ د ماتولو په موخه به د ډیموکراټ ګوند او زموږ د ملت د یووالي لپاره خپله ټوله هڅه وکړم.»

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون اعلان وکړ چې د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې له خپلې نوماندۍ تېرېږي او د ډیموکراټانو ګوند له ادرسه د کامله هېرس د نوماندۍ ملاتړ کوي. بایډن پر اېکس لیکلي: «دا زما د ژوند تر ټولو لوی ویاړ و چې ستاسو ولسمشر شوم. که څه هم غوښتل مې چې ټاکنې بیا هم وګټم، خو باور لرم چې له نوماندۍ تېرېدل او یوازې د ولسمشر په توګه د خپلو دندو سر ته رسول مې د ګوند او هېواد په ګټه دي.»

د امریکا د ډیموکراټانو د ګوند مهمو غړیو تر دې مخکې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کامله هېرس ملاتړ کړی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ډیموکراټانو ګوند ملي کنګره به پرېکړه کوي چې ایا کامله هېرس د ډیموکراټانو د ګوند نومانده شي، که نه. ټاکل شوې د امریکا د ولسمشري ټاکنې د روان کال د نومبر په پنځمه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام