سره له دې چې د مناسبې هوا له امله لغمان کې هر ډول سبزي او مېوه کېږي؛ خو دامهال دغه ولایت کې د لوبیا کښت زیات شوی.
د مسوولانو د مالوماتو له مخې، دامهال هلته په ۲ زره او ۱۲۰ جریبه ځمکه د لوبیا کښت شوی.
د لغمان په شپږګونو ولسوالیو او د مرکز په بېلابېلو سیمو کې د لوبیا کښت زیات شوی؛ خو یو شمېر کروندګر بیا د بازار موندنې او تخمونو په برخه کې د ستونزو خبره کوي.
دوی وايي، دا چې پخوا هم لغمان کې لوبیا کرل کېدله؛ خو اوس زیاته شوې او لاهم خلک همغه پخواني تخمونه کري او ډېر کروندګر په دغه برخه کې مسلکي پوهه نهلري.
کروندګر له مسوولانو غواړي چې په هره برخه کې یې لاسنیوی وکړي.
۵۰ کلن سلطان، د دولت شاه ولسوالي اوسېدونکی دی چې له څو لسیزو راهیسې په کروند کې بوخت دی.
نوموړی وايي، د امارت له راتګ وروسته د نشهيي توکو پر کښت بندیز ولګېد او اوس خلکو د لوبیا کښت ته مخه کړې.
سلطان زیاتوي، د دولت شاه اوسېدونکي د لوبیا اصلاح شوي تخمونه نهلري او که د کیمیاوي سرو او تخمونو په برخه کې ورسره مرسته وشي؛ نو حاصلات به یې لا ښه شي.
«د لوبیا د کښت لپاره مونږ له حکومت غواړو، چې په کیمیاوي سرو او تخمونو کې راسره مرسته وکړي؛ ترڅو مونږ له خپلې لږې ځمکې ډېره ګټه واخلو، دلته خلک دومره زیاته ځمکه نه لري، یو جریب نیم جریب ځمکه ده او هیله ده، چې مونږ ته پام وشي.»
په همدې حال کې د لغمان بل اوسېدونکی بهادر خان وايي، له جوارو او غنمو څخه کروندګرو ته ډېره ګټه نه رسېږي؛ نو ځکه د دوی پام لوبیا ته ور اوښتی.
دی وايي، لوبیا نه خرابیږي او تر ډېر وخته ساتل کېږي چې کروندګر کولای شي خپل حاصلات تر هغه وخته په کور کې وساتي، ترڅو یې بازار کې قیمت نه وي لوړ شوی.
نوموړی هم له حکومت هیله لري چې غوښتنو ته یې پام وشي.
«دلته یو قسم لوبیا ده، چې دوه وخته کرل کېږي، که د هغې تخمونه مونږ ته راکړل شي نو ګټه یې له غنمو او جوارو زیاته ده، حکومت باید د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو پّ برخه کې د کروندګرو لاسنیوی وکړي.»
بل لورته د کرنې برخې شنونکي وايي، لوبیا په معتدل اقلیم کې وده کوي او د لغمان اقلیم تر ډېره مناسبه دی.
دوی وايي، لوبیا له ۱۵ څخه تر ۳۵ سانتي ګراد درجو پورې هوا کې ښه وده کوي او د لغمان ډېره برخه هوا په همدې درجو کې وي.
د کرنې د برخې متخصص کرامت الله شفیقي وايي، اړتیا ده چې د لوبیا د کرلو وخت کې د تخم اندازه، ځمکه، د هوا حالت، د کرنې ډول او د تخم ژوروالی په نظر کې ونیول شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په خبره، د لوبیا لپاره اوبو لګولو سیستم تر ډېره مهم دی.
«لوبیا کې ځینې ناروغۍ هم رامنځته کېږي او د دې لپاره اړتیا ده، چې مونږ ورباندې وپوهېږو، کورنۍ دوا باید استعمال کړو، او د دوی حاصل په مختلفو سیمو کې مختلف دی.»
په همدې حال کې بیا د لغمان د کرنې ریاست مسوولان کروندګرو ته د هر ډول اسانتیاوو ډاډ ورکوي.
دوی وايي، لغمان هر ډول کښت ته جوړ ولایت دی او دوی هم هڅه کړې چې کروندګرو ته په بېلابېلو برخو کې ورکشاپونه ورکړي او د اصلاح شویو تخمونو مرستې ورسره وکړي.
د لغمان د کرنې ریاست د کرنیزو خدماتو امر بریالی همدرد وایي: «د ساحې د پراخوالي خپل خاص عوامل دي چې یو د لغمان په هر ځای کې چې لوبیا کرل شوي د لوبیاوو نتیجه ښه ده او ددې تر څنګ د کرنې ریاست ترویجي خدمات دي د لوبیاوو د نمایشي قطعاتو ایجاد دی او بزګرانو ته په دې برهه کې پوهاوی دی او په تیر کال کې مونږ په یو سل اته ویشت جریبه ځمکه نمایشي قطعات د لوبیاوو ایجاد کړي.»
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم لغمان کې لوبیا کرل کېده، خو لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې د لوبیا د کښت کچه لوړه شوې ده.
پر نشهيي توکو بندیز، د رومیانو، غنمو، جوارو او نورو سبزیو له کښته کروندګرو ته زیان او د ډېر وخت لپآره د لوبیا ساتل کېدل هغه لاملونه دي چې لغمان مېشتو کروندګرو دغه کښت ته مخه کړې ده.


