Asset 1SWN

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد ۲.۵ سلنه وده کړې

نړیوال بانک

نړیوال بانک یوه تازه راپور کې ویلي، د نړیوالو مرستو کمېدو سره سره، د افغانستان اقتصاد په تدریجي ډول د ښه کېدو په حال کې دی.

راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کال پر مهال د افغانستان اقتصاد ۲.۵ سلنې وده کړې ده.

نړیوال بانک دا راپور نن چهارشنبه د اپرېل ۲۳مه خپور کړی او په کې یادونه شوې چې اقتصادي وده د هېواد د وګړو د ودې له کچې ټیټه ده.

همداراز، راپور کې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د اقتصادي ودې کچه ۲.۲ سلنې اټکل شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نړیوال بانک راپور کې زیاته شوې چې بېوزلي او د خوړو ناامني لاهم جدي ننګونې دي.

د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال مارټین ریزر ویلي، سیمه اصلاحاتو ته اړتیا لري چې کارونه پکې پیدا شي او اقتصادي وده پکې چټکه شي.

د اسلامي امارت مسوولانو تردامهال د نړیوال بانک د دغه راپور پر وړاندې غبرګون نه دی څرګند کړی.

د یادونې ده چې نړیوال بانک تر دې وړاندې یوه راپور کې ویلي و چې د مالي انزوا، بشري سرچینو کمښت او سیاسي بې ثباتۍ له امله د افغانستان اقتصاد له ماتېدونکي وضعیت سره مخامخ دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام