رویټرز خبري اژانس نن د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وانګ ونبین له قوله لیکلي چې د کابل په شهرنو کې د چینایانو پر استوګنځای پروني برید کې د دغه هېواد پنځه وګړي ټپیان شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دولت یې له اسلامي امارت څخه غواړي، څو د دغه برید په اړه هراړخیزې څېړنې وکړي او عاملانو ته یې هم سزا ورکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
وانګ ونبین ټینګار کړی چې د اسلامي امارت حکومت باید په افغانستان کې د چینایانو او دغه راز د چین اړوندو سازمانونو امنیت خوندي کړي.
وسلهوالو بریدګرو پرون ماسپښین شاوخوا دوهنیمې بجې د کابل په شهرنو کې پر یوه هوټل چې چینایان پهکې اوسېدل، برید وکړ.
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد پرون ماښام په یوه ټویټ کې ولیکل چې شهرنو کې پر یوه هوټل برید د درېوو وسلهوالو په وژل کېدو پای ته ورسېد.
د هغه په خبره، په یاد برید کې هېڅ بهرنی وګړی نهدی وژل شوی او یوازې دوه بهرنیان چې ځانونه یې له لوړ پوړ نه را غورځولي، ټپیان شوي دي.
مجاهد زیاته کړې چې په یاد برید کې هېڅوک نهدي وژل شوي، خو د کابل ایمرجنسي روغتون د نوموړي له ټویټ نه څو شېبې وروسته پر ټویټر ولیکل چې د کابل شهرنو کې پر هوټل د شوي برید له ځایه درې جسدونه او ۱۸ ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي. تر اوسه د دغو قربانیانو په اړه جزیات نشته.
بلهخوا په کابل کې د چین سفارت ویلي چې وضعیت له نږدې څاري. کابل کې د چینایانو پر استوګنځای د پروني برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
دغې ډلې بېګاه ناوخته د دوو بریدګرو د تصویر او ویډیو په خپرولو سره ویلي چې یاد برید دوی کړی او په وینا یې، نږدې ۳۰ کسانو ته پهکې مرګژوبله اوښتې ده.
کابل کې د چینایانو پر استوګنځای برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې کابل کې د چین سفیر له اسلامي امارت نه وغوښتل، څو د دغه هېواد د سفارت امنیت ته ډېر پام وکړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د لیندۍ په یوولسمه، د جمعې ورځ کابل کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني هم وسلهوال برید وشو، خو هغه ترې روغ ووت. په دغه برید کې د هغه یو ساتونکی سخت ټپي شو.
کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت هم داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی. دغې ډلې ویلي چې د یاد برید موخه یې عبیدالرحمان نظاماني او د هغه ساتونکي وو.
تر دې مخکې کابل کې د روسیې پر سفارت د شوي برید مسوولیت هم داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی. دغه برید څو میاشتې مخکې وشو چې له کبله یې څلور افغانان او دوه روسي ډیپلوماټان وژل شوي وو.