د بلخ محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز د مزارشریف ښار کې د ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د اسفالت چارې پیل شوې.
د یادې پروژې کار د ښار د انکشافي بودیجې له لارې کېږي او چارې یې، د محلي چارواکو په شتون کې په رسمي توګه پیل شوې.
د مزارشریف ښاروالي د سکتوري او تخنیکي چارو رئیس، محمدجاوید مایار وايي چې د یاد سړک اوږدوالی ۱۱۶۷ متره او پلنوالی یې ۱۴ متره دی او پلان دی چې په شپږو میاشتو کې په معیاري توګه ورغول شي.
دغه سړک په صنعتي پارکونو کې د تولیدي فابریکو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو هدف لري، څو صنعتکاران او پانګوال په اسانۍ خپل کارونه پرمخ یوسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بلخ د صنایع او معادن د خونې مرستیال، سیدمحمد طاهر روشنزاده، د پروژې د پیل پرمهال ویلي چې د اسلامي اسلامي له واکمنۍ وروسته، اووه انکشافي پروژې د صنعتي پارکونو د پرمختګ لپاره پلي شوې دي.
همدارنګه د بلخ مرستیال والي، نورالهادي ابو ادریس ښاریانو ته ډاډ ورکړی چې د ښار د اسانتیاوو د پراختیا لپاره جدي هڅې روانې دي.
د اسفالت د دې پروژې پیل د صنعتکارانو لپاره د خوښۍ سبب شوی، ځکه مخکې د صنعتي پارکونو ویجاړو سړکونو د هغوی د تولید فعالیتونو پر وړاندې خنډ بلل کېده.


