د مسلې بیان
مصنوعي ځیرکتیا د کمپیوټر لپاره د انساني ځیرکتیا یو ډول جوړونه ده چې موخه یې، هغه پروګرام شوی ماشین دی چې د انسان په څېر فکر وکړي او د انسان چلن او وړتیاوې کاپي کړای شي. مصنوعي ځیرکتیا د ساینسي علومو یوه پرمختللې او زړهراښکونکې بڼه ده چې د وروستیو لسیزو پرمهال د پام وړ ګرځېدلې. د دې څېړنې موخه له مصنوعي ځیرکتیا سره د افغان ځوانانو د بلدتیا کچې ارزونه او کارونه ده؛ په دې څېړنه کې هڅې شوې چې دا موضوع وارزول شي چې ځوانان تر کومه د مصنوعي ځیرکتیا کارونې سره بلدتیا لري؛ په کومو برخه کې ترې ګټه اخلي او له مصنوعي ځیرکتیا کارونه څنګه کولای شي، د ځوانانو زدهکړییز او کاري پرېکړو اغېزمن ثابتېدای شي.
د څېړنې مخینه
په دې ورځو کې له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخیستنه او د انسانانو پر ژوند یې، اغېزې د پام وړ دي. ټکنالوژۍ ته د افغان ځوانانو د لاسرسي او د استفادې په اړه یې، بېلابېل راپورونه او څېړنې شوي، خو مصنوعي ځیرکتیا سره د ځوانانو بلدتیا او په تړاو هر اړخیزه څېړنه نهده شوې. دې څېړنه کې مصنوعي ځیرکتیا سره د ځوانانو د بلدتیا کچې شمېرې وړاندې شوي او د مصنوعي ځیرکتیا اغېزې او کارونه یې، ارزولې.
د څېړنې موخه
د یادې څېړنې اصلي موخه له مصنوعي ځیرکتیا د افغان ځوانانو د بلدتیا کچې او د کارونې څرنګوالي اروزنه ده. همداراز دې برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړې په اړه د وړاندیزونو وړاندې کول هم د دې څېړنې یو بل هدف دی.
د څېړنې پوښتنې
- له مصنوعي ځیرکتیا سره د ځوانانو د بلدتیا کچه څومره ده؟
- ځوانانو په کومو برخو کې له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخلي؟
- د ځوانانو ژوند مخته وړو برخه کې مصنوعي ځیرکتیا څومره مرسته کولای شي؟
د څېړنې بڼه
دغه څېړنه د کیفي او کمي بڼې او همداراز د پوښتنلیکونو وېش، د مرکو او د ګوګل فارم په مرسته مرکې شوي او د SPSS پروګرام پرمټ تحلیل شوي دي.
د څېړنې نېټه
دغه څېړنیز راپور د ۲۰۲۴کال د نومبر ۱۵مې د همدې کال د ډسمبر تر لسمې پورې جوړ شوی دی.
د څېړنې ننګونې
له هغه ځایه چې افغانستان کې هره څېړنه له ستونزو سره مل ده، دغه څېړنه هم له لاندې ننګونو او خنډونو سره مخ وه.
- یوشمېر ځوانان حتا د مصنوعي ځیرکتیا له نوم او مفهوم سره بلد نهوو او نشوای یې کړای چې په سمه توګه دې برخه کې پوښتنو ته ځواب ورکړي.
- اماري ټولنې ته لاسرسی هم له یوې ننګونې وه؛ ځکه ډېری ځوانانو انټرنټ ته لاسرسی نهدرلود او د ګوګل فارم لېږد هم له ستونزو سره مخ وو.
د څېړنې راپور
سلاموطندار هېواد کې له مصنوعي ځیرکتیا سره د ځوانانو د بلدتیا کچې ارزونې په تړاو نظرپوښتنه کړې چې دې نظرپوښتنه کې د هېواد له ۳۴ ولایتونو ۳۹۵ لوستو ځوانانو ګډون کړی.

د یادې سروې ۹۷ ګډونوال چې ۲۴.۶سلنه جوړوي، ښځې دي. په دې سروې که د ګډونوالو د عمر کچه هم ارزول شوې چې ۲۴.۴سلنه د ۱۵-۲-، ۴۳.۴سلنه د ۲۰-۲۵ او ۱۸.۸سلنه د ۲۵-۳۰، او ۱۳.۵سله هم د ۳۰-۳۵ کلونو ترمنځ عمر لري.

د یادې سروې ۷۴سلنه ګډونوالو ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا کارونې سره بلدتیا لري او ۲۶.۴سلنه هم ورسره هېڅ ډول بلدتیا نهلري.
په سروې کې د ګډونوالو د زدهکړو کچه هم ارزول شوې چې ۲۷.۷سلنه زدهکوونکي ۲۰.۱سلنه څوارلسم پاس، ۴۵.۹سلنه لېسانس او ۶.۳سلنه هم د ماسټرۍ سند لري.

دغه نظرپوښتنه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شوې چې کابل د ۳۵سلنې ګډونوالو په درلودو، لومړی او بلخ د ۱۰.۹سلنه ګډونوالو په لرلو دویم، پروان په ۱۰.۲سلنې درېیم، پنجشېر په ۷.۶سلنه څلورم، کاپیسا د ۷.۱سلنې په درلود، پنځم او خوست هم په ۰.۳سلنې سره شپږم ځای لري.
له مصنوعي ځیرکتیا سره بلدتیا د دې څېړنې اصلي موضوع ده چې د ټولو ۳۹۵ ګډونوالو له ډلې، ۲۹۰ کسان چې ۷۳.۶سلنه کېږي، ویلي، مصنوعي ځیرکتیا سره بلدتیا نهلري. ۱۰۵ ګډونوال چې ۲۶.۴سلنه کېږي، ځواب ورکړی چې مصنوعي ځیرکتیا سره بلدتیا نهلري.

د ګډونوالو له ډلې چې مصنوعي ځیرکتیا سره بلدتیا لري، ۶۵.۹سلنه وايي، د ټولنیزو رسنیو له لارې، ۲۷.۲سلنه وايي چې د ملګرو له لارې او ۶.۹سلنه هم وايي چې د ښوونیزو پروګرامونو له لارې مصنوعي ځیرکتیا سره بلد شوي دي.
له دوی همداراز پوښتل شوي چې له دې ټکنالوژۍ سره څومره بلدتیا لري؟ ۴۰.۲سلنه ځوابویونکو ویلي چې ډېره بلدتیا لري. ۳۴.۶سلنه ویلي چې تر یوه بریده بلدتیا لري او ۲۵.۲سلنه هم وايي، مصنوعي ځیرکتیا سره کمه بلدتیا لري.

۴۱.۴سلنه ځوابویونکو ویلي چې له مصنوعي ځیرکتیا د زدهکړو او ظرفیت لوړونې برخو کې ګټه اخلي؛ ۳۴.۵سلنه هم وايي چې د زدهکړو، کار او تفرېح برخو کې له دې ټکنالوژۍ کار اخلي؛ ۱۵.۶سلنه هم یوازې د کار برخه ټاکلې او ۸.۵سلنه ویلي چې له مصنوعي ځیرکتیا د تفرېح لپاره کار اخلي.

له مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په تړاو اندېښنښې یوه بل موضوع ده چې په دې سروې کې څېړل شوې. هغه کسان چې له مصنوعي ځیرکتیا سره بلدتیا لري، ۳۵.۸سلنه وايي، له مصنوعي ځیرکتیا کارونه یې، د ذهن کمزوريکېدو، د کاري فرصتونو کمښت او شخصي امنیت د ګواښ لامل کېږي. ۳۵.۲سلنه یوازې د ذهن کمزوري کېدو ته ځواب ورکړی. ۱۳سلنه هم د شخصي اطلاعاتو ګواښ د مصنوعي ځیرکتیا له اندېښنې ګڼي. ۹.۱سلنه هم وايي چې په دې اړه هېڅ اندېښنه نهلري او ۶.۸سلنه هم وویل چې د کاري فرصتونو د کمښت لامل کېږي.

په راپور کې د مصنوعي ځیرکتیا د خپرېدونکې منځپانګې باور په اړه هم ارزونه شوې چې ۶۵سلنه ګډونوالو ویلي، له دې ټکنالوژۍ ترلاسهکېدونکو اطلاعاتو باندې نسبي باور کولای شي. ۱۸.۳سلنه هم وايي، بشپړ باور لري او ۱۶.۷سلنه هم وايي، باور پرې نهشي کولای.

مصنوعي ځیرکتیا اسانتیاوې هم رامنځته کړي چې ۴۵.۳سلنه ګډونوالو ویلي، مصنوعي ځیرکتیا تر یوه بریده د زدهکړو او کار برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي؛ ۳۹.۴سلنه هم وايي، ډېرې اسانتیاوې یېو برابرې کؤي؛ ۱۰.۷سلنه کمې اسانتیاوې برابرې شوي او ۴.۶سلنه هم وايي، مصنوعي ځیرکتیا د زدهکړو او کار برخو کې اسانتیاوې نهدي رامنځته کړي.

د دې سروې له ګډونوالو پوښتنه شوې چې مصنوعي ځیرکتیا کومو برخو کې ته اسانتیاوې رامنځته کړي؟ ۴۱.۴سلنه وايي چې د زدهکړو او ظرفیت لوړونې برخو کې، ۳۴.۵سلنه هم وايي چې د زدهکړو، کار او تفرېح برخو کې، ۱۵.۶سلنه وايي، د کار او ۸.۵سلنه هم وايي چې د تفرېح برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

وړاندیزونه
- د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دې ځوانانو ته د مصنوعي ځیرکتیا په تړاو ښوونیز پروګرامونه جوړ شي، څو دوی وکولای شي، خپل مهارتونه وړ او له دې ټکنالوژۍ په سمه توګه ګټه واخیستلی شي.
- د مصنوعي ځیرکتیا په تړاو دې پر ملي ژبو ښوونیزې ویډیوګانې جوړې شي، لارښود کتابونه او په انلاین بڼه دې هم پروګرامونه جوړ شي.
- پوهنتونونو، ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو په رسمي او غیررمسي درسي پروګرامونو کې د مصنوعي ځیرکیتا د مفهوم وراضافه کولو په اړه همکاري.
- د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د مصنوعي ځیرکتیا په تړاو د مطالعې او څېړنې لپاره د څېړنیزو مرکزونو جوړول او د ستونزو لپاره د حل لارې وړاندې کول.
- د انټرنټ او ټکنالوژۍ کارونې ته د لاسرسي لپاره د پیاوړو بنسټونو رامنځته کول، په ځانګړې توګه د هېواد لروپرتو سیمو کې چې مصنوعي ځیرکتیا ته د ځوانانو استفاده زیاته شي.
- هغو ځوانانو ته د مالي، مشاورې او ملاتړ پروګرامونو برابرول چې غواړي د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته کاروبار پیل کړ.
- داسې پروګرامونه چې د مصنوعي خیرکتیا د کارولو مثبتې او منفی پایلې روښانه کړي او د اندېښنو د کمولو لپاره حل لارې وړاندې کړي، لکه شخصي امنیت ته ګواښونه، د کار فرصتونو کموالی او نورې ټولنیې ننګونې.
- په ورځني ژوند کې د مصنوعي خیرکتیا د مسوولانه او اخلاقي کارونې روزنه او ټینګار او د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره اړونده پالیسۍ او قوانین جوړول.


