د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سیدعباس عراقچي سره د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه، لړم ۱۸مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې خبرو کې دواړه لوریو د دوو اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې کړې دي.
یاد وزارت همداراز لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار وکړ او په دې تړاو یې د خپل هېواد له لوري د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت لیکلي: «امیرخان متقي د اسلامي امارت د پلاوي د مشرتابه په ځانګړي هدایت او صلاحیت او په ښه نیت له پاکستاني لوري سره استانبول کې خبرو کې ګډون وکړ او زیاته یې کړه چې پاکستان سره د ستونزو حل ته د دیپلوماسۍ اوتفاهم له لارې لومړیتوب ورکوي.»
مولوي امیرخان متقي همداراز ویلي چې د خبرو درېیم پړاو کې پاکستانی لوری د هېڅ ډول مسؤولیت منلو ته چمتو نهو چې له امله یې ونهتوانېدو چې ملموسې پایلې ته ورسېږو.


