له پاکستانه د کډوالو د دويمې اجباري راستنېدنې د څپې له پيل سره هممهاله هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي.
دغه افغانان د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند سرټکوي او ځینې یې وایي چې یوازې یې، سر خوندي راوېستی او نور ټول وسایل او کور یې ترې پاکستاني پولیسو ایسار کړی دی.
د کونړ اوسېدونکی اعظم شاه وایي چې له تېرو ۴۳کلونو راهیسې د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال سیمه کې یې ژوند کاوه چې اوس خپل هېواد ته راستون شوی دی.
هغه سلام وطندار ته وویل: «پاکستان له مونږ سره ډېره بده رویه وکړه، په زور یې راشړلو، پيسې يې هم رانه په زوره واخیستې. د کور مالونه او وسایل یې ې رانه په زوره ستانه کړل، خالي سرونه مو را وېستل، نور هر څه زندګي او سرمایه مو هکلته پاتې شوه.»
یو بل راستون شوی محمدعمر هم وایي چې په جبری ډول د افغان ګډوالو ستولو سره د خلکو په میلیونونه روپۍ سرمایې او کاروبارونه پاتې شول.
نوموړي وویل: «کاروبارونه له خلکو پاتې که د چا کاروبار وو او که چا پورې يې پيسې وې هر څه ترې پاتې شول، پولیس ان مسجدونو ته راتلل او بیا به یې یو ساعت وخت درکړ، چې له کوره ووځئ، نو په دغه وخت کې به دې سامان هم پرځای کوه او کډه به دې هم باروله، نو ډیره سختي یې کوله له مهاجرو سره.»
په همدې حال کې له پاکستانه راستون شوی کډوال چې امید نومېږي او هلته يې د پنجاب ایالت په فیصلاباد ښار کې ژوند کاوه، وایي، د کور مېرمنې او نارينه يې د شپې په دولس بجې د پاکستاني پولیسو له لوري ونیول شول او تر څلور ورځني بند وروسته یې په جبري ډول راوشړل.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «دشپې دولس بجې یې چاپه واچوله او مونږ ټول یې ونیولو او بیا یې زمونږ زنانه جبري راډیپورټ کړې وې او مونږ ورپسې اوه ورځې وروسته راغلو سخت بد وضعیت یې وکړ له مونږ سره.»
بلخوا په تورخم کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولان وايي چې د کډوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې برابرې شوي او د عمري په نوم د کډوالو لنډمهاله مېشتغالي کې د اوسېدو، خوراک، روغتيايي او نورو خدمتونو زمینه برابره شوې ده.
د تورخم کې د افغان کډوالو د انتقالاتو امر بخت جمال ګوهر وایي چې هره ورځ د افغان کډوالو راستیدنه زیاتیږي او د راستنیدو له ورځې تر نن پنجشنبې شااوخوا څلور زره کورنۍ راستنې شوي دي.
نوموړي وویل: «په تورخم کې په تیره یوه هفته کې څلور زرو په شاه اوخوا کې کورنۍ راغلي چې تر دیرش زرو افراد کیږي د ورځې له پ ځه سوو تر اوه اته سوو کورنۍ راځي او.مونږ ورته دلته په کمپ مې ټول سهولتونه برابر کړي چې مخابراتي او صحي برخې هم پکې شاملې دي.»
اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغانان ژوند کوي چې له دې ډلې یو میلیون یې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.


