د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د هند او سریلانکا په کوربه‌توب روان شل اووره سیالیو نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې ته وبایلله.

افغانستان په دغه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۱۸۳ منډو هدف ورکړی و چې د نیوزیلنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۸ اوور کې ترلاسه کړ او بریا یې، خپله کړه.

دغه سیالي د نړیوال جام له ډي ګروپ څخه وشوه.

په دې سیالي کې د افغانستان لپاره په توپ‌وهنه کې ګلبدین نایب ښه وځلېد او ۶۳ منډې یې جوړې کړې. صدیق‌الله اتل هم ۲۹ منډې وکړې چې د نورو لوبغاړو په پرتله تر ټولو ډېرې منډې وې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


افغانستان دغه منډې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو وکړې.

په توپ‌اچونه کې که څه هم مجیب‌الرحمن په پیل کې افغانستان ته دوه سر په سر وېکټې ترلاسه کړې، خو د نیوزیلنډ دوو توپ‌وهونکو ګلېن فلېپ او ټېم سېفرت لوبه کنټرول کړه. ټېم سیفرت ۶۵ او ګلېن فلیپ بیا ۴۱ منډې جوړې کړې.

افغانستان به له دې وروسته له سوېلي‌‌افریقا، عربي متحده امارات او کاناډا سره سیالي وکړي. افغان لوبډله به د روانې فبرورۍ میاشتې په یوولسمه، چهارشنبه، په نرېنډرا مودي کرېکټ لوبغالي کې خپله دویمه سیالي د سوېلي‌افریقا پر وړاندې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام