نږدې یوه میاشت کېږي چې د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د هر ډول تګراتګ پر مخ تړل شوې ده. په دې لړ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې د دې لارې د بیاپرانېستلو لپاره هیلهمندي شته، خو په وینا یې، وروستۍ پرېکړه افغانستان او پاکستان کې د لوړپوړو چارواکو سره ده.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، د دوشنبې پر ورځ د خصوصي سکتور او سوداګرو ترمنځ په یوه غونډه کې، د تورخم لارې د بیاپرانیستلو لپاره د پاکستان جدي غوښتنه دا وه چې افغانستان باید د پوستو جوړول ودروي.
هغه وویل: «هیله شته او پرون د سوداګرو ترمنځ یوه غونډه وشوه. پاکستاني لوري یوه جدي غوښتنه لري، که د پوستې جوړول ودرول شي، موږ به دروازه پرانیزو. دا د حکومت واک دی. موږ دا پیغام د اسلامي امارت چارواکو ته رسولی، خو تراوسه یې پرېکړه نهده کړې.»
الکوزی زیاتوي چې د تورخم لارې د تړلو نږدې یوې میاشتې په جریان کې، د دواړو خواوو سوداګرو ته هره ورځ یو ملیون ډالر زیان رسیدلی، چې په دې موده کې ټولټال ۲۶ ملیون ډالرو ته رسیږي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې غړی نقیبالله ساپی چې د دوشنبې د ورځې د غونډې ګډونوال دی، سلاموطندار ته وویل چې د غونډې ګډونوالو د تورخم د بیاپرانیستلو لپاره خپل پلانونه د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو ته لیږلي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «د دوشنبې پر ورځ په تورخم کې د خصوصي سکتور د دواړو خواوو ترمنځ یوه غونډه وشوه. دا دویمه غونډه وه. په لومړۍ غونډه کې ډېر وړاندیزونه وشول چې باید څه وشي، او پرون په دې وړاندیزونو بحث وشو او دواړو خواوو د حکومتونو سره د شریکولو او د لارې هوارولو لپاره اړین وړاندیزونو باندې موافقه وکړه. موږ د دوی ځواب ته په تمه یوو.»
اقتصادي کارپوهان وايي چې د تورخم د ستونزې د دایمي حل لپاره یوازینۍ بنسټیزه حل لاره د دواړو خواوو ترمنځ د یوې موافقې او ځانګړې حل لارې رامنځته کول دي.
د اقتصادي چارو کارپوه نبي افغان وايي: «د دواړو خواوو چارواکي باید سره کیني او په اوږد مهال کې یو میکانیزم جوړ کړي، څو د دوی ترمنځ شخړې رامنځته نهشي، یا نړیوال سازمانونه باید پهکې منځګړیتوب وکړي، دوی باید یو تړون یا تفاهم ولري، یوه کمیټه باید جوړه شي؛ هرڅوک باید په دې کې خپله ونډه واخلي، خلک په دې مسلو کې شامل کړي، څو د دواړو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي مخه ونیول شي.»
د تورخم د بیا پرانیستلو لپاره د افغانستان او پاکستان د سوداګرو او خصوصي سکتور ترمنځ د دوشنبې د ورځې غونډه د دې لارې د بیا پرانیستلو لپاره د خصوصي سکتور د غونډو پنځم پړاو و. خو دا لاره لا هم تړلې ده.
د تورخم لاره د پاکستان لخوا هغه وخت وتړل شوه کله چې افغان لوري ډیورنډ فرضې کرښې ته نږدې تاسیسات جوړول.


