Asset 1SWN

د افغانستان بانک سبا پنځلس میلیونه ډالر لیلاموي

دالر-۲-qqgjb7guf8pbddle70aawkojn9mg5f775o2hu2gk20

د افغانستان بانک وايي، هېواد کې د «افغانۍ» د ارزښت ساتلو او ثبات لپاره به سبا پنځلس میلیونه امریکايي ډالر د بولۍ له لارې لیلام کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه بانک له نورو بانکونو او د پولي خدمتونو او صرافۍ شرکتونو څخه غوښتي چې په دې بولۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک ویلي، هر چا چې دا بولۍ وګټله، باید د هماغې ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.

یاد بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام بولۍ کې د معاملو قسمي تسویه بنده ده. ګټونکي باید تر ټاکلې مودې پورې د خپل ضمانت پیسې په یو ځل او نغدې د افغانستان بانک ته وسپاري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان بانک تېره اوونۍ هم د افغانۍ د ارزښت ساتلو او ثبات لپاره پنځلس میلیونه امریکايي ډالر د بولۍ له لارې لیلام کړي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام