نفیسه محمدي چې ۲۲ کاله عمر لري، هېواد کې له وروستي سیاسي بدلون وروسته ایران ته کډواله شوې ده. هغه د جمهوریت پر مهال د ښځو حقونو فعاله او د افغانستان د رزمي سپورټ روزونکې وه، خو اوس په ایران کې د کډوالۍ سختې شپې او ورځې تېروي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغې سلاموطندار ته ویلي چې ایران کې د نوي حکومت له جوړېدو راهیسې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو او عامو خلکو چلن بدل او نامناسب شوی دی.
په ایران کې یو بل افغان کډوال امید پویا چې له دوو کلونو راهیسې په ایران کې کارګر دی دی وايي، مخکې یې په افغانستان کې مدني فعالیتونه کول او اوس په ایران کې د دولت او خلکو له ناوړه چلن څخه تر پوزې راغلی دی.
زهره احمدي هم تازه ایران ته کډواله شوې ده. د نوموړي په وینا، دغه هېواد ته له تګ وروسته له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخامخ شوې ده. هغه زیاتوي چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې هغوی پر اروايي ناروغیو اخته کړي دي.
د سرپرست حکومت مسوولان هم په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې مني، خو ټینګار کوي چې د حل لپاره یې هلې ځلې کوي.
د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو، په تېره ایران او پاکستان څخه غواړي چې د نړیوالو اصولو په پام کې نیولو سره له افغان کډوالو سره چلن وکړي.
د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په وروستي یوهنیم کال کې له یو میلیونه څخه ډېر افغان کډوال په زوره او خپله خوښه له ایران څخه هېواد ته را ستانه شوي دي.