د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست ملا نورالله نوري په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیګدلي سره کتلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې، خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران تر منځ د ښه اړیکو پر بنسټ د اقتصادي پراختیا، متقابل باور، سیمه‌ییزو مسلو او د لاښې همغږۍ د رامنځته کولو په اړه خبرې بحث او خبرې وکړې.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ دوستانه اړیکې تاریخي دي او په وینا یې، له ایراني پلاوي یې وغوښتل چې د متقابل باور له مخې، به له یو او بل سره همکاري ته دوام ورکوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه په خپلو خبرو کې یادونه وکړه: «افغانان څلوېښت کاله جګړو ځپلي دي، د سیمې ډېری هېوادونو ته یې هجرتونه کړي دي، له ښاغلي بیګدلي څخه یې وغوښتل چې په ایران کې له مېشتو افغانانو سره دې د اسلامي او نړیوالو نورمونو په چارچوب کې برخورد وکړي.»

بل‌خوا د ایران سفیر علی‌رضا بیګدلي په خپلو خبرو کې وویل چې د ایران حکومت ټولو ګاونډیو هیوادونو ته په ځانګړي ډول افغانستان ته درناوی لري او هڅه کوي چې له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او دوستانه اړیکې نورې هم پراخې کړي.

بیګدلي د دواړو هیوادونو تر منځ همغږي مهمه وبلله او له افغانستان سره یې د دوامدارې همکاري ژمنه وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام