د کډوالۍ نړیوال سازمان «IOM» وايي چې روانه میلادي میاشت «جون» کې له ایران څه باندې ۲۳۰زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه شمېر افغانان داسې مهال بېرته هېواد ته راغلي چې ایران له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پراخه کړې ده.

ایران په دغه هېواد کې بې‌اسناده افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د راتلونکې جولای میاشتې تر شپږمې باید له یاد هېواد څخه ووځي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویاند اوند عزیزاقا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «د جون له لومړۍ تر ۲۸مې، ۲۲۳زره او ۹۴۱ کسان له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي چې نږدې ۱۳۲زره یې، یوازې په یوه اوونۍ کې راستانه شوي دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نوموړي په وینا: «له جنورۍ تر دې مهاله ۶۹۱زره کسان بېرته راغلي چې ۷۰سلنه یې، په زور او جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.»

په ورته مهال د کډوالۍ نړیوال سازمان همداراز ویلي چې د وروستیو ورځو پرمهال په ورځنۍ کچه شاوخوا ۳۰زره کسان افغانستان ته راستنېږي او وړاندوینه کوي چې ښايي دا شمېر نور هم لوړ شي.

په ورته مهال افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) بیا په یوه بیان کې ویلي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ شخړې، افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو شمېر لوړ کړی دی.

په بیان کې ویل شوي: «سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ، په ځانګړې توګه د اسراییلو او ایران د شخړو پایلې او د کوربه هېواد بدلېدونکو پالیسیو، بېرته راستنیدنه ګړندۍ کړې او د افغانستان نازک بشري او پرمختیایي سېسټمونه یې تر سخت فشار لاندې راوستي دي.»

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام