د زابل مرکز کلات اړوند د هزاري کلي اوسېدونکی قاري عبدالله عابد، له دولسم ټولګي فارغ دی او دامهال د میرویس خان نیکه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل دی.
نوموړی د شخصي هڅو او امکاناتو پربنسټ د یو کال په موده کې داسې هنري او تخنیکي ماډلونه جوړ کړي چې د اسلامي مقدساتو درناوی او عصري ټکنالوژي په کې یوځای شوې ده.
قاري عبدالله عابد د خپلو نوښتونو د انګېزې او څرنګوالي په اړه وایي: «د اسلامي مینې او عقیدې له مخې مې د تېر یوه کال په موده کې د کعبې شریفې او مدینې منورې ماډلونه جوړ کړل چې ځانګړی بارکوډ لري او د سکن کولو له لارې یې د مخترع او همدارنګه د دې مقدسو ځایونو په اړه معلومات په پښتو، عربي او انګلیسي ژبو ترلاسه کېدای شي»

نوموړي همدارنګه د خپلو نورو تخنیکي لاسته راوړنو یادونه هم کوي او وایي چې یوازې یې په همدې بسنه نه دهکړې. قاري عبدالله عابد په دې اړه زیاتوي: «ما په خپلو شخصي امکاناتو او لګښت یو داسې دروبین هم جوړ کړی چې تر شاوخوا ۸۰ مترو پورې د لید وړتیا لري.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی وایي چې د ټکنالوژۍ په برخه کې لا نور پلانونه هم لري. هغه وايي: «پلان لرم چې په نږدې راتلونکي کې د ډرون (Drone) په جوړولو هم کار پیل کړم، څو د عصري ټکنالوژۍ په برخه کې خپلې وړتیاوې نورې هم پراخې کړم.»
بلخوا، د زابل د ځوانانو چارو امر ملاعصمتالله شکیب اغا د دې ځوان د هڅو ستاینه کړې او دا یې د هېواد لپاره یو ارزښتناک ګام بللی دی.

ملا عصمتالله شکیب وايي: «د دا ډول بااستعداده او خلاقو ځوانانو ملاتړ زموږ له لومړیتوبونو څخه دی او موږ هڅه کوو، چې د دوی علمي او تخنیکي اثار د اصولو له مخې ثبت او ملاتړ یې وکړو.»
د قاري عبدالله عابد په څېر د نوښتګرو ځوانانو هڅې ښيي چې که ملاتړ او زمینه ورته برابره شي، افغان ځوانان کولای شي د دیني ارزښتونو او عصري ټکنالوژۍ په یوځای کولو سره د هېواد لپاره نوې لارې پرانیزي.


