کله چې اړتیا ډېره شي، شکایتونه پورته کېږي، خو بلخ کې یوه ځوان له وزګارتیا او ننګونو سره سره د مبارزې لار خپله کړې او غواړي د ښکلا او جلدي برخه کې د بریالیتوب لوړو څـوکو ته ورسېږي.

عبدالرحمن شیرزاد چې ۳۱کاله عمر لري، کابل کې د بلاویتا په نوم د خرڅلاو ځای په ۱۵۰زره امریکايي ډالرو جوړ کړی دی. هغه وايي، د دې خرڅلان‌ځای له جوړېدو موخه مېرمنو ته د کار زمینې برابرول او د هېواد اقتصاد پیاوړتیا ده.

هغه وویل: «موږ غواړو د ښځو لپاره مشخص پته برابره کړو، څو هغوی د مناسبو بیو په بدل کې د پوستکي د ساتنې محصولات واخلي. زموږ پلورنځی د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو، د خدمت لپاره پرانیستل شوی دی.»

د بلاویتا د ښکلا او جلدي فروشګاه مشاوره کاینات چې تازه یې، له دې فروشګاه سره کار پیل کړی، وايي، د دې فروشګاه محصولات په انلاین توګه له بهر واردېږي.

هغې وویل: «موږ خپل محصولات له باوري هېوادونو لکه فرانسه او کوریا واردوو او له هغوی یې په انلاین بڼه ټول افغانستان ته رالېږو. دا کار د هېواد اقتصاد ته وده ورکوي او د ځوانانو په زړونو کې د داخلي پانګونې لپاره هیله رامنځته کوي.»

د بلاویتا د ډیجیټل بازارموندنې مسووله میشل پوپلزۍ وايي چې دې فروشګاه کې د ښځو شتون د دې لامل شوی چې مېرمنې د پلور لپاره راشي او د ارامۍ احساس وکړي.

نوموړې وویل: «کله چې ښځې پلورنځي ته داخلیږي او له یوې ښځینه کارمندې سره مخ کېږي، دوی په ارامۍ سره خپلې ستونزې مطرح کوي او په اسانۍ سره هغه محصول انتخابوي چې ورته اړتیا لري.»

بل‌ځوا د دې پلورنځي یوه کارمند عبدالمنان رفقي وویل چې د ورته کاروبار برابرول، د هېواد او ځوانانو لپاره اغېزمن تمامېدای شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل: «پلورنځی لکه بلاویتا کولای شي په مستقیمه توګه د کډوالۍ د کموالي، دندې د زیاتوالي او د اقتصادي پرمختګ په برخه کې اغېز ولري. د بلاویتا محصولات د ۱۲ نړیوالو شرکتونو څخه ترلاسه کېږي چې پکې درې فرانسوي شرکتونه او پاتې یې د کوریا شرکتونه دي. موږ هغو مراجعينو ته چې د پوستکي ستونزې لري وړیا مشوره ورکوو او مناسب محصولات ورته سپارښتنه کوو.»

د اقتصادي چارو کارپوه قطب‌الدین یعقوبي افغانستان کې پر کوچنیو کاروبارونو پانګونه اغېزمنه بولي او وايي چې اوسنیو شرایطو کې ورته پانګونه به له خارجه پر وارداتو تکیه کمه کړي.

هغه وویل: « پلورنځي لکه بلاویتا کولای شي د خلکو اړتیاوې پوره کړي او په ورته وخت کې دندې رامنځته کړي. دولت باید له دې سکتور ملاتړ وکړي، لکه د صنعتي ځمکو تخصیص، بې‌سوده پورونه او د ځوانانو د پانګونې لپاره د مالیاتو معافیتونه.»

د اروپايي ټولنې په وینا، د روان کال د جولای په ۲۶مه، هم‌مهاله د نړیوالو کوچنیو سوداګریو د ورځې په مناسبت، کوچني سوداګریز فعالیتونه نه یوازې د اقتصادي ودې محرک ګڼل کېږي، بلکې د افغانستان د معیشت د مقاومت یوه ستنه هم ګڼل کېږي.

اروپايي ټولنې په خپله خبرپاڼه کې د کوچنیو سوداګریو د ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ د کوچنیو او منځنیو سوداګرو لپاره ځانګړې روزنې، لومړنی پانګه، د کار وسایل او د بازار ته د لاسرسي زمینه برابروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام