د پکتيا صنعت او سودا ګرۍ رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «افغان تولید» په نوم د لاسي او صنعتي توکو او کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانېستل شو.

دغه نندارتون نن «سه‌شنبه، وږي، شپږمه» په مرکز ګردېز کې پیل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مسوولانو په وينا، په ياد نندارتون کې د هېواد دننه تولېدېدونکي توکي او د پکتيا کرنیز محصولات نندارې ته کېښودل شوې دي.

د پکتیا د صنعت او سوداګرۍ رياست رییس محمدعظيم عظيمي د ياد نندارتون پرانيست‌غونډې ته وويل چې دغه نندارتون د سيکارام احمدي شرکت له صنعت او سوداګری رياست سره په ګډه جوړ کړی دی.

د هغه په وينا، له ياد نندارتون څخه موخه هېواد دننه توليداتو ته بازارموندنه او په خپلو توليداتو د خلکو باور زياتولو‌ لپاره جوړ شوی دی.

د نندارتون جوړونکی او د سيکارام احمدي شرکت مسوول مسعود حقمل بیا وايي چې په ياد نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه په ۶۰ غرفو کې توليدي توکي او کرنیز محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.

د هغه په وینا، د دا ډول نندارتونو پر جوړولو سره به خلک د خپلو داخلي توليداتو خبر او کورنیو توکو ته به بازارموندې برخه کې مرسته وکړي. د توليدي کارخونو یو‌شمېر مسوولان هم خوښ دي چې پکتيا کې په لومړي ځل د کورنیو‌ توکو ودې لپاره نندارتون جوړ شوی دی.

سيد پادشاه کمال چې پکتيا کې د حيواني خوراکي توليد فابريکه لري، سلام‌وطندار ته وايي، دا ډول نندارتون د کورنیو توکو لپاره بازارموندنې برخه کې خورا ګټور دی.

هغه همداراز له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه وغوښتل چې د کورنیو توکو ملاتړ لپاره دې له بهر په راوړونکو توکو تعرفې لوړې کړي.

د ياد نندارتون يو بل ګډونوال محمدياسين چې د کرنیزو تخمونو د اصلاح شرکت لري، وويل، پکتيا کې په ډېره زياته کچه کرنيز محصولات توليديږي، خو په وینا یې، بازار پيداکولو برخه کې يې، بايد مرسته وشي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ياد نندارتون کې صنعت او سودا ګرۍ وزارت مسوولانو‌ وويل چې سږکال د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره به د هېواد دننه او بهر ۵۰ نندارتونونه جوړ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام