د هلمند ناوې ولسوالي کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په مالي ملاتړ د «خسرواباد» ښوونځي لپاره ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هلمند د پوهنې رییس مولوي محمدعوض انصاري وویل، د ښوونیزو لپاره د ودانیو جوړول د علم د ودې، فکري ثبات او روښانه راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري.
د هغه په وینا، د دغه ښوونځي په جوړولو څه باندې ۸.۴ میلیون افغانۍ لګښت راغلی.
ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي هم د دغه ښوونځي جوړېدو ته خوښ دي او وايي، تر دې وروسته به یې د زدهکړو په برخه کې د ماشومانو ستونزې پایته ورسیږي .


