د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان(UNHCR) له لوري د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په ښارګوټي کې د «صلاح‌الدین ایوبي» په نوم یوه ښوونځي ته معیاري ودانۍ جوړه شوه.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلام‌وطندار ته وویل: «د دغه ښوونځي ودانۍ چې په عصري او مجهز ډول جوړه شوې، ۱۶ درسي ټولګي، ۵ اداري خونې، د غونډو تالار، کمپېوټر لېب، لابراتوار، د لمریزې برښنا او اوبو منظم سېسټمونه، د اوبو څاه، د لاس منځلو ځانګړي ځایونه، کانکریټي کثافت دانۍ، احاطوي دېوال، سپورټي میدانونه، شنې او تفریحي ساحې، د اوبو کانکریټي او اوسپنېزې ذخیرې، پلې کانکریټي لارې، لس غرفې عصري تشنابونه ، سپټیک څاه او نور اړین ملحقات لري او په نږدې ورځو کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.»


نوموړي زیاته کړه، د صلاح‌الدین ایوبي لومړنی ښوونځی دوه کاله مخکې د لوګر د پوهنې ریاست له‌خوا تاسیس شوی او  دامهال په‌کې شاوخوا۷۰۰ زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

هغه زیاته کړه، پوهنې ریاست هڅه کوي له پوهنې وزارت سره په ګډې همغږۍ د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په همکارۍ روان کال هم شاوخوا ۲۵ بابه ښوونځيو ودانۍ بیاورغول شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ښارګوټي یوه اوسېدونکي رحمت‌الله سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان(UNHCR) له لوري ورته د ښوونځي معیاري ودانۍ جوړه شوې ده.

هغه وویل، وړاندې له دې د کډوالو ښارګوټي زده‌کوونکو په ازاده فضا کې له پراخو ستونزو سره سره په لیک لوست بوخت وو.

هېره دې نه وي چې لوګر کې اوس له ۲۸۳ شته دولتي ښوونځيو څخه یې ۷۰ ښوونځۍ ودانۍ نه‌لري او شاوخوا سل بابه ښوونځیو ودانۍ بیارغونې ته اړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام