د بلخ مسوولان وايي چې د مزارشریف ښار د شادیان صنعتي پارک سړک د ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت سفالت او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دا سړک د مزارشریف ښاروالي د پراختیايي بودیجې له لارې جوړ شوی او نن دوشنبه، د مرغومې ۲۲مه، په رسمي توګه پرانېستل شوی دی.

ښاروالي اعلان کړی چې سړک په دوه لینونو کې د ۱.۱ کیلومتره اوږدوالی او ۱۴ متره پلنوالي سره په درې میاشتو کې بشپړ شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د مسوولانو په وینا، د دې سړک موخه دا ده چې د صنعتي پارک تولیدي فابریکو ته د تګ‌راتګ اسانتیاوې برابرې شي او د سوداګریزو فعالیتونو لپاره زمینه لاښه کړي.

د بلخ چارواکي هیله‌مندي څرګندوي چې د دې سړک پرانیستل به په سیمه کې اقتصادي فعالیتونه پراخ کړي او د صنعتي پارک د کارخونو لپاره ګټور تمام شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام