د خوست ښاروالي د تخنیکي او سکتوري امریت آمر، انجینیر جاوید جمشید وايي چې ياده پروژه د ښاروالي له پراختیایي بودیجې څخه پلې شوې او شاوخوا ۲۷ ميليونه افغانی لګښت پرې راغلی دی.
ياده پروژه کې د ښار په دویمه او درېیمه ناحیه کې ۵۳۰ متره سړک، ۵۷۹ متره لښتي او ۸ پلچکونه جوړيدل شامل وو چې ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
جمشید وويل چې ښاروالي په ښار کې د اړتیا له مخې، د تفصیلي پلان سره سم، رغنیزې پروژې تطبیقوي او د ځینو نویو سړکونو د مسیر تېرولو او ځمکو د استملاک پروسه روان ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ياده پروژه د شپږو مياشتو په موده کې په اساسي ډول بشپړه شوې ده.
په ورته وخت د یادې پروژې په پليکېدو سره يوشمېر ښاریان خوښي څرګندوي او له نورو خلکو یې وغوښتل چې د عامه پروژو په تطبیق او ساتنه کې پوره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې خوست ښاروالۍ په تېرو نږدې څلورو اونیو کې د ښار د داخل یو شمېر سړکونو، د دولتي ادارو پلو لارو، لښتیو او لسګونو پلچکونو د جوړېدو چارې پیل کړې دي.


