په مېدان وردګ ولایت کې له تېرو جګړو څخه پاتې د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له کبله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د میدانوردګ چارواکي وایي، پرون جمعه (د غويي اتمه) شاوخوا ۴بجې د دغه ولایت د سیداباد ولسوالي دښتټوپ سیمې په «دیوالګي» کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه ټپیان دي.
ميدانوردګ د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمدزرک ځیرک سلاموطندار ته ویلي چې د پېښې قرباني شویو ماشومانو عمرونه له ۱۲ کلونو کم دي.
د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان یې د شدیدو ټپونو له امله د کابل ایمرجنسي روغتون ته لېږدولي دي. پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې ماشومانو د هاوان په سرګلولې لوبې کولې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې وړ ده چې په میدانوردګ کې د تېرو جګړو د ناچاوده توکو د چاودنې له امله وخت ناوخت دا ډول مرګونې پېښې رامنځته کېږي.