د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز وایي، په دغه ولایت کې له جګړې پاتې د هاوان مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
هغه وایي، دا پېښه پرون ماسپښین د کاپیسا په مرکز کې د دویمې امنیتي حوزې اړوند په «نواباد سرکاري کلا» کې هغه مهال شوې چې یادو ماشومانو پرې لوبې کولې.
د هغه په وینا، د پېښې قربانیان چې یوه نجلۍ او درې هلکان دي، د یوې کورنۍ غړي دي او له درېوو تر نهو کلونو پورې عمر یې درلود.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان په نړۍ کې د جګړې له ناچاودو توکو ډک هېواد دی چې وخت ناوخت د ګڼ شمېر افغانانو ژوند اخلي.