د بدخشان محلي مسوولان وايي، نن سهار شاوخوا نههنیمې بجې د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه کور اور اخیستی چې له کبله یې یو کس مړ شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر حکمتالله محمدي وايي، کور د یوه کانکیندونکي حاجي عبدالمنان سوچي دی او لومړی یوه ګاز پهکې اور اخیستی او بیا یې د نه یوازې د کور وسایل سوځېدلي، بلکې د «دینامو» په نوم د کانکیندنې توکي هم ورسره چاودېدلي دي.
تر اوسه د دغې اورلګېدنې له امله د اوښتو مالي زیانونو په اړه معلومات نهدي خپاره شوي.