هرات کې د «خواجه عبدالله انصاري» صنعتي شرکت مسوولان وایي چې دغه کارخونه هره ورځ ۱۰۰۰ دیګونه تولیدوي چې په‌کې ۵۰۰  دیګ‌بخار او ۵۰۰ د چدن دیګونه شامل دي.

د دې شرکت مسوول سیدعبدالناصر مودودي وایي، د فابریکې تولیدات نه یوازې د هېواد د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې د نړۍ ۱۰ هېوادونو ته هم صادرېږي.

د مودودي په وینا، د تولید ټول پړاونه په هېواد کې دننه کېږي او خام مواد یې، د فلزي ضایعاتو له بیاځلي پروسس څخه ترلاسه کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاتوي، دامهال د دغې کارخونې له لارې له ۲۵۰ څخه ډېر کسان په مستقیم ډول او شاوخوا زر کسان په غیرمستقیم ډول پر کار بوخت دي.

دغه صنعتي پروژه د هرات د تولیدي سکتور په کچه د یوې بریالۍ بېلګې په توګه ګڼل کېږي چې د کورني تولید د پیاوړتیا ترڅنګ د صادراتو د پراخېدو لامل هم ګرځېدلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام