Asset 1SWN

لوګر کې په شپږ میلیونه افغانۍ د څښاک اوبورسولو شبکه جوړه شوه

۱۱۲۱۲۱

د لوګر د کلیوپراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د بره‌کي برک ولسوالي په «مومند» کلي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست رییس محمدقاسم راشد جوړې شوې غونډې ته وویل، د اوبو دغه شبکه د (UNICEF) له لوري د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۹ میاشتو په ترڅ کې جوړه شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، له پرانېستې وروسته دوه زره او پنځه سوه کورنیو څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی دی. «یادې شبکې لپاره یو ژوره څاه، د اوبو ۵۰ متره معکبه ذخیره، شل سولرونو نصبول، ۷ زره متره پایپ غځول او همدارنګه ۱۲۴ د اوبو نلکۍ نصب شوي دي.»

راشد وايي، د کلیوپراختیا او بیارغونې ریاست له لوري په مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو ګڼې شبکې تر کار لاندې دي چې د یادو شبکو له جوړېدو او پرانېستې سره به زرګونه کورنیو ته د څښاک پاکو اوبه برابرې شي.

بل‌خوا د بره‌کي برک ولسوالي یوه قومي مشر عبدالواحد وویل، د دې شبکې له پرانېستې سره د مومند کلي سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو برخه کې شته ستونزې هوارې شوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې دوه اونۍ وړاندې هم د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د (UNICEF) له د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې پرانېستل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام