د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له کبله له غره څخه پر یوه کور د ډبرې ښووېدو له کبله یو ماشوم مړ او یوه ښځه ټپي شوې ده.
د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس منصور حماس وايي چې پېښه د یاد ولایت د برمل ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
په ورته مهال نوموړي سلاموطندار ته وویل چې تېره ورځ هم د یاد ولایت د جانیخېلو ولسوالي اړوند سیمه کې د تندر پرېوتو له امله یو کس مړ شوی دی.
د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس همداراز وویل چې وروستیو اورښتونو د یاد ولایت د مرکز په ګډون په زېړوک او ارګون ولسوالیو کې ځینې کورونه هم نړولي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې د روانې اوونۍ له پیله د هېواد په ځینو ولایتونو کې تازه اورښتونه شوي چې له امله یې ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو خبر هم ورکړل شوی دی.