ننګرهار کې یوې حکومتي سرچینې وویل، نن سهار شاوخوا ۶ بجې د جلالاباد ښار دویمه ناحیه کې «لغمانهډې» سره نږدې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې ۲ ملکي وګړي په کې وژل شوي او د درېیو پولیسو په ګډون ۱۸ کسان ټپيان دي.
سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وويل، ماین یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوی و او داسې حال کې چاودنه ورکړل شوې چې سیمې څخه د پولیسو رنجر موټر تېرېده.
د پېښې ټپيان حوزوي روغتون ته وړل شوي او د څلورو روغتیايي حالت نازک دی.
تراوسه د ننګرهار امنیې قومندانۍ او ولایت مقام په دې اړه څه نه دي ویلي او د پېښې مسوولیت هم کوم چا یا ډلې نه دی منلی.