د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین سره لیدلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن چهارشنبه (د لړم اوومه) په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د کچې د لوړولو او د دوه‌اړخیزې همکارۍ د نقشې د عملي کېدو پر موضوعاتو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «دواړو خواوو د نفتو، غنمو، اوړو او نورو خوراکي توکو په برخه کې د همکارۍ د پراختیا غوښتنه وکړه او همدارنګه د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د پنبې صادرات قزاقستان ته د همکارۍ د یوه مهم لومړیتوب په توګه یاد شو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


وزارت زیاته کړې چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغانستان محصولاتو د خرڅلاو د مرکز د جوړېدو او پر بنسټیزو پروژو کې د قزاقستان د پانګونې د جذب غوښتنه کړې ده.

د اسلامي امارت او قزاقستان اړیکې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې نږدې شوي او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د خپلو سوداګریزو تبادلو کچه په کال کې دریو میلیاردو ډالرو ته ورسوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام